د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلنو ۴مه مسابقه

تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان  او بنګله دېش د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې نن /چهارشنبه/ په څلورمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

تراوسه پورې دواړه ټیمونه مساوي دي.

لومړۍ مسابقه بنګالي لوبغاړو وګټله، دوهمه د باران له کبله لغوه شوه او درېمه په لوی توپیر افغان لوبغاړو وګټله.

نننۍ او د جمعې د ورځې /اکتوبر۶/ مسابقې به د دې لړۍ ګټونکی معلوم کړي.

که تنکیو افغان لوبغاړو په دې دوو سیالیو کې یوه هم وګټله، د دوی لپاره د ویاړ ځای دی ځکه چې سیالۍ د سیال په کور کې کېږي.

د دواړو لوبډلو له وروستۍ مسابقې سره په یو وخت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له هانګ کانګ سره د سیالۍ میدان ته وځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *