د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلونو لومړۍ مسابقه

تاند- د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹کلونو لوبډلې به نن /پنجشنبه/ په لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې ۵ یو ورځینۍ سیالۍ وکړي.

بنګله دېش وايي چې د افغانستان له ۱۹ کلونو لوبډلې سره د بنګالي لوبډلې مسابقه د کرکټ د نړیوالې شورا د ۱۹ کلونو د نړیوال جام د راتلونکي کال سیالیو ته چې په نیوزیلنډ کې کېږي، د تیاري لپاره کېږي.

Afghan under 19 vs Bangladeshد افغانستان د نولس کلونو په لوبډله کې، چې نوین الحق یې کیپتاني کوي، عمران محمدي، نوید عبید، دروېش رسولي، نثار وحدت، قیس حسن، ابراهیم ځدران، مجیب ځدران، یوسف ځاځی، عظمت الله، وفادار مومند، اکرام علي‌خېل، رحمان الله ګوربز، پروېز ملکزی، طارق ستانکزی او شمس کړوخېل شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *