د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلونو ترمنځ ۵ یو ورځینۍ مسابقې

تاند- د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشر ټیمونه به د سپټمبر له ۲۸ (راروانه پنجشنبه) څخه ۵ بو ورځینۍ مسابقې وکړي.

مخکې ټاکل شوې وه چې د دې لړۍ لومړي څلور سیالۍ به د بنګله دېش په سیلهیت نړیوال کرکټ لوبغالي کې کېږي او یوازې وروستۍ به د میرپور ښار په شېربنګال لوبغالي کې وي. خو د بنګله دېش کرکټ بورډ په دې سیالیو کې یوازې دا بدلون راوستی چې ټولې سیالۍ به په سیلهیت لوبغالي کې کېږي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د مسابقو په وخت کې هم بدلون راوستی او ویلي یې دي چې پخوا ټاکل شوې وه چې وروستۍ مسابقه د اکتوبر په ۷ مه وي خو اوس د څلورمې او وروستۍ یا پنځمۍ سیالۍ ترمنځ واټن لږ شوی نو وروستۍ مسابقه به د اکتوبر په شپږمه (جمعه) وي.

نورې مسابقې به یوه ورځ ترمنځ وي.

بنګله دېش وايي چې د افغانستان له ۱۹ کلونو لوبډلې سره د بنګالي لوبډلې مسابقه د کرکټ د نړیوالې شورا د ۱۹ کلونو د نړیوال جام د راتلونکي کال سیالیو ته چې په نیوزیلنډ کې کېږي، د تیاري لپاره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *