فوتسال: ایران په نیمه پایلوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

تاند- د ایران د فوتسال لوبډلې نن د اسیايي لوبو په نیمه پایلوبه کې د افغانستان ټیم ته ماتې ورکړه.
دا په روانو سیالیو کې د افغان لوبغاړو لومړنۍ ماتې ده.

په نیمیه پایلوبه کې افغان لوبغاړو د تېرو سیالیو خلاف ښه لوبه ونه کړای شوه. له پیله داسې ښکارېده چې په لوبه کې یې نظم شلېدلی دی او سره له دې چې د ګول ډېر چانسونه یې ترلاسه کړل خو سمه ګټه یې ورڅخه ترلاسه نه کړای شوه.

خو ایراني لوبغاړو، چې پر لوبه کنټرول درلود، هر فرصت په ګول بدل کړ او نتیجه یې 7 پر 2 د ځای په ګټه ثبت کړه.

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې پرون /شنبه/ د اسیايي سیالیو کوربه هیواد ترکمنستان ته د پینالټي په شوتونو ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې د افغانستان لوبډلې چین، امارات، ازبکستان او مالدیپ ته هم ماتې ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *