اماراتو ته ماتې افغان لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د صحرا جام په سیالیو کې تېره شپه کوربه ټیم متحده عربي اماراتو ته په ۵ ویکټو او ۷ توپونو ماتې ورکړه.

دا په روان تورنمنټ کې د افغانستان دوهم پرله پسې بری دی.

لومړی بیټنګ د متحده عربي اماراتو ټیم وکړ.

اماراتي لوبغاړو افغانستان ته ۱۴۷ منډې هدف وټاکه.

په باولینک کې دولت ځدراڼ تر ټولو ښه لوبه وکړه، ده ۴ اماراتي لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لپاره په بیټنګ کې سمیع الله شینواري ۴۲ او اصغر ستانکزي ۳۰ منډې وکړې.

کریم جنت هم ښه بیټنګ وکړ، ده ۲۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

تر دې وړاندې افغان لوبغاړو د ایرلنډ ټیم هم په ۵ ویکټونو مات کړی و.

د مسابقې تر پیلېدو وړاندې د دواړو ټیمونو لوبغاړي او د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې حاضر نندارچیان د افغانستان د وروستیو تروریستي حملو د قربانیانو په درنښت یوه دقیقه پټه خوله ودرېدل.

د دې سیالۍ په اړه د افغانستان کرکټ بورډ خبر

ملي لوبډلې اماراتو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار هواره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا شل اوریز جام په دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره خپله بریا ونمانځله او له دې سره یی نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د دویمې شل اوریزې لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او خپله یی د توپ اچونې پریکړه وکړه، سیالې لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوري په توپ اچونه کې دولت ځدران ۴، راشد ارمان ۲ او فرید ملک ۱ لوبغاړی وسوځاو.
افغان لوبغاړو په ډیر ښه پلان سره ورکړل شوی هدف د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۱۸،۵ اورونو کې پوره کړ.
چی پکې سمع الله شینواري ۴۲، اصغر ستانکزي ۳۰ او کریم جنت ۲۲ منډې د لوبډلې په ګټه جوړې کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ رهبري د لوبغاړو پرلپسې بریا ستایی او زیاتوي چی لوبډلې ته په کتو سره راتلونکو لوبو کې د بري چانس ډیر دی.
افغان کرکټ ملي لوبډله د یادو سیالیو په الف ګروپ کې خپله دریمه لوبه د روانې جنوري میاشتې په ۱۹ نیټه له نمبیبیا پروړاندې ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *