تر ۲۳ کشر افغان ټیم د اسیايي جام نیمه پایلوبې ته ووت

تاند- د آیرلنډ په وړاندې د کرکټ په څلور ورځینۍ نړیواله سیالي کې د افغانستان له بري سره په یو وخت د افغانستان تر ۲۳ کشر ټیم یا د اسیايی شورا د نویو ظهور کوونکو (Asian Cricket Council Emerging Teams Cup) لوبډلو په جام کې هند ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووت.

افغان لوبغاړو دا مسابقه په ۲ ویکټونو او ۲۱ توپونو وګټله.

په دې سیالۍ کې هندي لوبغاړو په ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې افغانستان ته ۲۴۳ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیات ویکټونه نوین الحق واخیستل. ده په ۱۰ اوورونو کې د ۵۴ منډو د ورکولو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

۲ ګلبدین نایب، او یو شرف الدین اشرف وسوځاوه.

په بیټنګ کې یو سف احمدزي ۵۱ (ناسوځېدلی)، سمیع الله شینواري ۵۰، شاهد الله ۴۲، شرف الدین اشرف ۲۶ (ناسوځېدلی)، ګلبدین نایب ۲۰، منیر احمد ۱۹ او نجیب الله ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې.

د افغانستان نوې ظهورکوونکې لوبډلې دا سیالي په داسي حال کې وګټله چې ۲ لوبغاړي یې لرل او ۴۶ اوور روان و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *