افغانستان په یوه پاڼۍ او ۱۷۲ منډو څلور ورځینۍ نړیواله سیالي وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلند څخه څلور ورځینۍ مسابقه په یوه پاڼۍ (ایننګز) او ۱۷۲ منډو وګټله.

د افغانستان لپاره په دوهمه پاڼۍ کې محمد نبي خورا ښه باولینګ وکړ. ده ۶ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول.

د لوبي لومړۍ ورځ

افغانستان پچه وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ (ایننګز) کې ۵۳۷ منډې وکړې چې لویه ونډه پکې د کیپتان اصغر ستانکزي وه. ستانکزي ۱۴۵ منډې وکړې. ویکټ کیپر افسر ځاځي ۱۰۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د افغان لوبغاړو د منډو شمېر:

2سره له دې چې افغانستان دوه لوبغاړي لا لرل، د چهارشنبې په ورځ یې د سیالۍ په دوهمه ورځ آیرلنډ ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه. د آیرلنډ ۷ لوبغاړي پرون /چهارشنبه/ وسوځېدل او درې نور یې نن په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۲۶۱ منډې وکړای شوې. راشد خان ۵ لوبغاړي وسوځول.

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان باولرانو لوبه: (سوځولي او ورکړي منډې)

2د دې لپاره چې آیرلنډ د افغانستان د منډو نیمايي رنزونه پوره نه کړای شول، د باولینګ او بیټنګ انتخاب افغان لوبغاړو ته وسپارل شو او افغان لوبغاړو غوره وبلله چې آیرلنډ خپله دوهمه پاڼۍ وکړي.

آیرلنډي لوبغاړو په داسي حال کې چې ټولټال یې ۱۰۴ منډې کړې وې، وسوځېدل. په دوهمه پاڼۍ کې هیڅ آیرلنډي لوبغاړي تر ۱۵ زیاتې منډې ونه کړای شوې.

2محمد نبي په دوهمه پاڼې کې ۶ لوبغاړي وسوځول.

په دوهمه پاڼۍ کې د افغانستان ټیم یوازې له ۳ باولرانو راشد ارمان، محمد نبي او دولت ځدراڼ څخه کار واخیست. د دولت ځدراڼ له لوري د سیالۍ په لومړیو شېبو کې د لومړني لوبغاړي سوځېدو د ایرلنډ روحیه کمزورې کړه.

د افغان باولرانو د دوهمې پاڼۍ توپ اچونه:

۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *