مبارز او هوتک په خپل منځ کې مسابقې ته نه پرېښودل کېږي

تاند- وروسته له دې چې د افغانستان د ازادې مبارزې یا فري فایټ دوو مخکښو لوبغاړو یو بل ته د مقابلې چلیج ورکړ او یو بل ته یې بد رد وویل، د افغانستان د المپیک کمېټې اعلان وکړ چې دا دوه لوبغاړي به پرېنږدي چې له یو بل سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

Mubarizد المپیک کمېټه پوهېږي چې که احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز مسابقه وکړي، حتماً دواړه یا لږترلږه یو سخت ژوبلېږي.

هوتک
هوتک

د المپیک د کمېټې ريیس ظاهر اغبر نن /پنجشنبه/ وویل، سره له دې چې د لوبغاړو ترمنځ سیالي معمول چاره ده خو د هوتک او مبارز ترمنځ موجود حساسیت ته په کتو غوره نه بولي چې دا دوه افغان لوبغاړي له یو بل سره مسابقه وکړي.

اغبر وايي، ښه دا ده چې دواړه افغان لوبغاړي خپله انرژي او وړتیا له هیواده دباندې له بهرنیو سیالانو سره په سیالیو کې وکاروي.

ځو د وروستیو معلواتو پر اساس دواړه اتلان د ملي امنیت د پخواني ريیس رحمت الله نبیل او د مشرانو جرګې د ريیس په منځګړتوب سره پخلا شول.

۲

۳۱ کلن هوتک له ۲۰۰۸ څخه په مسلکي ډول فري فایټنګ کوي او مبارز له ۲۰۱۲ را په دې خوا د دې لوبې مسلکي سیالیو ته مخه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *