افغانستان له آیرلنډه دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په ۳۴ منډو وګټله

تاند- د پال ستیرلینګ ښه بیټنګ او باولینګ هم ونه توانېده چې آیرلنډ نن /جمعه/ په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې له ماتې وژغوري.

د افغانستان د ټیم کیپتان اصغر ستانکزي، چې پچه یې ګټلې وه، غوره وبلله چې لومړی بیټنګ افغان لوبغاړي وکړي.

افغان لوبډلې په خپلو ۵۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۲۸ منډې جوړې کړې او آیرلنډ ته یې خورا لوړ هدف وټاکه.

له لومړي سره اټکل نه کېده چې آیرلنډي لوبغاړي دې ځان دې لوړ هدف ته ورسوي خو د دوی پرانستګرو یا اوپینرانو پي آر سټیرلینګ په ۱۱۵ توپونو ۹۵ او جایس په ۸۵ توپونو ۵۵ منډې وکړې، ورپسې درېم لوبغاړي پوټرفیلډ هم ښه لوبه وکړه او تقریباً د منډو اوسط یې هومره وساته چې ورته پکار و.

خو د ټامپسن له سوځېدو وروسته آیرلنډي لوبغاړي د تېرو لوبو په شان یو په بل پسې وسوځېدل.

تر ټولو زیات ویکټونه راشد ارمان واخیستل. ده ۶ لوبغاړي وسوځول.

د آیرلنډ لپاره ستیرلینګ هم ۶ لوبغاړي وسوځول او د دې لپاره چې ۹۵ منډې یې کړې وې، د دې سیالۍ غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

شهزاد محمدي د افغانستان پرانستګر لوبغاړی و چې په ۴۳ توپونو یې ۶۳ منډې وکړې. رحمت شاه په ۷۳ توپونو ۶۸ او اصغر ستانکري سلیزه پوره کړه.

افغانستان دا سیالي په ۳۴ منډو وګټله.

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه ۳ نورې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

بله مسابقه به د یکشنبې په ورځ (مارج۱۹) وي.

همداراز د مارچ په ۲۲ مه او ۲۴ مه هم دواړه ټیمونه د هند په ګرېټر نویدا لوبغالي کې سره مخامخ کېږي.

د مارچ له ۲۸ تر ۳۱ به دواړه ټیمونه څلور ورځینۍ مسابقه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *