افغانستان له زیمبابوې دوهمه یو ورځینۍ مسابقه وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /یکشنبه/ له زیمبابوې څخه دوهمه نړیواله یو ورځینۍ مسابقه په لا ډېر توپیر (۵۴ منډو) وګټله.

د دې سیالۍ پچه افغان کیپتان اصغر ستانکزي وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

افغان ټیم د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۳۸ منډې وکړې.

د تېرې سیالۍ خلاف دا ځل شهزاد ښه لوبه وکړه. ده په ۱۱۲ توپونو ۶۴ منډې وکړې.

رحمت شاه په ۱۰۵ توپونو ۵۲، نجیب الله ځدراڼ په ۷۳ توپونو ۴۵، محمد نبي په ۵۲ توپونو ۳۳ او له شهزاد سره یو ځای د افغان لوبډلې بل پرانستګر (اوپینر) نور علي ځدراڼ په ۴۰ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبغاړو بیټنګ
د افغان لوبغاړو بیټنګ

زیمبابوې په ډېر قوت بیټنګ پیل کړ. ایس ایف مایر په ۵۴ توپونو ۵۴ منډې وکړې. له ده سره بل پرانیستګر بي جې مور په ۶۱ توپونو ۱۷ منډې وکړې. د دوی ښې لوبې وېره پیدا کړه چې دا سیالي زیمبابوې ګټي خو وروسته له دې چې راشد ارماني وتوانېد چې مایر وسوځوي د زیمبابوې د منډو د سرعت مخه ونیول شوه.

د زیمبابوې لپاره سي آر ایرفین هم ښه بیټنګ وکړ. ده په ۷۵ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې خو نور لوبغاړي یې یو په بل پسې په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال يط ۱۸۴ منډې کړې وې.

د افغان لوبغاړو باولینګ
د افغان لوبغاړو باولینګ

محمد نبي ۳، راشد ارماني ۳، امیرحمزه ۲ او ګلبدین نایب ۲ لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې افغانستان او زیمبابوې ۳ نورې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

درېمه مسابقه د زیمبابوې لپاره زیاته مهمه ده. که یې درېمه وبایلله په دې تورنمنټ کې به د افغانستان بری حتمي شي.

په بله ژبه، افغانستان په پاتې درو سیالیو کې د یوط ګټلو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *