افغانستان له بنګله دېشه دوهمه یو ورځینۍ لوبه په ۲ ویکټونو وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن له بنګله دېش څخه دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په ۲ ویکټونو او ۲ منډو وګټله.

د محمد نبي او کیپتان اصغر ستانکزي، چې د محمد شهزاد، نوروز منګل، رحمت شاه او حشمت الله شهیدي له سوځېدو وروسته میدان ته راووتل، ملګرتوب د افغانستان په بري کې لوی لاس وکړ.

دوی دواړو په ګډه خپل ټیم ته ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله خو غوره یې وګڼله چې لومړی بنګله دېش بیټنګ وکړي.

2افغان لوبغاړو نن بنګالي لوبغاړي تر سخت فشار لاندې راوستل او تر یوه وخت تمه کېده چې د بنګله دېش ټول لوبغاړي به مخکې تر دې وسوځي چې د منډو شمېر ۱۸۰ ته ورسوي خو په وروستیو اوورونو کې افغان باولرانو د توقع خلاف زیاتې منډې ورکړې.

د افغان باولرانو په منځ کې تر ټولو لږې منډې محمد نبي ورکړې.

ده په ۱۰ اوورونو کې یوازې ۱۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول. محمد نبي د دې ترڅنګ په بیټنګ کې هم ښه وځلېد. ده په ۱۰۰ توپونو ۴۹ منډې وکړې.

کیپتان ستانکزي هم د خپلو وروستیو څو لوبو خلاف ښه بیټنګ وکړ. ستانکزي په ۱۱۸ توپونو ۵۷ منډې وکړې چې د افغانستان په بري کې یې مهم رول درلود.

راشد ارمان په ۱۰ اوورونو کې ۳۵ منډې ورکړې خو ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

2لومړي دوه لوبغاړي میرویس اشرف وسوځول. د میرویس اشرف له لوري د بنګله دېش د تمیم اقبال او سومیه سرکار سوځولو د بنګالي ټیم پر روحیه منفي اغېز وکړ.

د بنګله دېش دوه نور لوبغاړي نوین الحق او رحمت شاه وسوځول.

د افغانستان بیټنګ محمد شهزاد او نوروز منګل پیل کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *