د افغانستان د ساحلي فوټبال ټیم د اسیايي المپیک نیمه پایلوبې ته بریالی شو
تاند- د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټیم د اسیايي المپیک سیالیو نیمه پایلوبې ته ووت.
افغان لوبغاړو نن /پنجشنبه/ د ازبکستان ټیم ته په منځلوبه یا کوارټر فاینل کې ۹ پر څلور ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووت.
د افغانستان لپاره سمیع الله محمدي ۴، حضرت ګل باران ۳، حمیدالله کلزار ۱ او محمود ازاد ۱ – یو ګولونه ووهل.
د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبدلې په روانو سیالیو کې چین ته هم ۹ پر ۶ ماتې ورکړې وه.