تر ۱۴ کلونو کشر افغان لوبغاړي د هند د سوبروتو کپ نیمه پایلوبې ته ووتل
تاند- په هند کې د سوبروتو (57th Subroto Cup International Football Tournament) د هلکانو په سیالیو کې د افغانستان د څوارلس کلنو په استازیتوب د استقلال لېسې لوبډله له بنګالي ټیم سره نیمه پایلوبې ته ووتل.
افغان لوبډلې په منځلوبه (کوارټرفاینل) کې د اوتکرامیت لېسې ټیم ته ماتې ورکړه.
تنکیو افغان لوبغاړو تر دې وړاندې درو نورو ټیمونو ته ماتې ورکړې ده.
تر ټولو سخته ماتې یې د سریلانکا استازي ټیم ته ورکړه. څوارلس کلنو افغان لوبغاړو د سریلانکا ټیم ته ۲۲ پر صفر ماتې ورکړه او د هند د پنجاب ټیم یې بیا ۸ پر صفر مات کړ.