افغان ۱۹ کلن د اسیا جام نیمه پایلوبې ته ووتل

تاند- د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې په اسیايي جام سیالیو کې نن /دوشنبه/ خپله دوهمه مسابقه له نیپال څخه په ۳ ویکټونو وګټله او د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته.

د دې مسابقې پچه نیپال وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. د نیپالي لوبډلې ټول لوبغاړي، چې ۱۳۱ منډې یې کړې وې، په ۳۸، ۳ اوور کې وسوځېدل.

تر ټولو ډېر لوبغاړي عظمت الله عمرزي وسوځول. ده ۴، عبدالرحمان ۲، قیس احمد ۲، رضوان الله مراد ۱ او نوید احمد ۱ لوبغاړي وسوځول.

عظمت الله عمرزی په توپ وهنه کې هم ښه لوبه وکړه.

افغانستان دا هدف په اسانه پوره کړای شو.

په ۳۷ اوور او ۳ توپ افغانستان هدف په داسې حال کې پوره کړ چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي ول.

عارف خان نوري ۲۳ ناسوځېدلې، رحمان الله ګربز ۲۶ او عظمت الله عمرزي هم ۲۳ منډې جوړې کړې.

سبا /سې شنبه/ د افغانستان د نولس کلنو لوبډله له هند سره مخامخ کېږي. که هر چا دا مسابقه وګټله د اې ګروپ د لومړي ټیم په توګه به د بي ګروپ له دوهم ټیم سره په نیمه پایلوبه کې مخامخ شي.

په بي ګروپ کې نن د بنګله دېش تر نولس کلنو د کشرو لوبډلې پاکستاني سیالانو ته په ۳ ویکټونو او ۱۶ توپونو ماتې ورکړه.

بنګله دېش د ۱۹ کلنو د اسیايي کپ کوربه دی.