بنګله دېش له پاکستان سره او افغانستان له نیپال سره نیمه پایلوبه کوي
تاند- د افغانستان، بنګله دېش، پاکستان او نیپال د نولس کلنو لوبډلې د اسیايي جام په نیمه پایلوبو کې مخامخ کېږي.
د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډله د اسیايي جام په سیالیو کې د خپل ګروپ د لومړۍ لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته بریالۍ شوه او د اې ګروپ له دوهم ټیم سره مخامخ کېږي.
د افغانستان د زلمکو ټیم، چې په بي ګروپ کې و، په ۳ سیالیو کې دوې ګټلي او یوه بایللې ده. د پاینټونو شمېر یې ۲۸۵۳ دی.
په بې ګورپ کې له افغانستانه وروسته پاکستان دی چې دوې لوبې یې ګټلي او یوه بایللې ده.
سریلانکا هم د افغانستان او پاکستان په شان دوې لوبې ګټلې خو له دې کبله چې تر افغانستان او پاکستان یې امتیازونه یا پاینټونه لږ دي، درېم مقام لري. د بي ګروپ څلورم ټیم د متحده عربي اماراتو دی چې هیڅ مسابقه یې ونه ګټله.
د اې ګروپ په سر کې بنګله دېش دی چې درې واړه سیالۍ یې ګټلي خو د پاینټونو شمېر یې تر افغانستان لږ یعني (۲۳۷۷) دی.
نیپال دوه، هند یو او مالیزیا هیڅ امتیاز نه لري.
پرون /چهارشنبه/ مسابقه نه وه خو نن /پنجشنبه/ به په لومړۍ نیمه پایلوبه کې بنګله دېش له پاکستان سره مخامخ شي او سبا /جمعه/ به افغانستان د اې ټیم له دوهم ټیم نیپال سره نیمه پایلوبې ته ووځي.
ټاکل شوې ده چې د دواړو سیالیو ګټونکي د شنبې په ورځ /نوومبر۱۹/ پایلوبه وکړي.