افغانستان او زیمبابوې ۷ مسابقې کوي

تاند- د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې به په خپل منځ کې دوې ۲۰ اووره او ۵ یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دا مسابقې د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو د شارجې د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

کرکټ بورډ وايي « دا لوبې ډېرې مهمې دي، ځکه چې موږ په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د محدودو اورونو ډیرې لوبې ندي کړي، نو د لوبو دغه لړۍ به زموږ اړخ ته یو ښه فرصت وي، چې هڅه وکړو، په راتلونکي کال کې نړیوال جام ته د غوراوي تر سیالیو وړاندې، چې په زمبابوی کې تر سره کېږي،  یو بل ته د یوه ټیم په توګه سره نږدې شو.”»

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس، شکرالله عاطف مشعل، د سیالیو په اړه وویل: “د دغو دوو شل اوریزو لوبو او پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ دواړو هېوادونو ته دا ارزښتناک فرصت ور کوي، چې د نړیوال جام د غواروي پړاو د تیاریو لپاره، چې په مارچ کې تر سره کېږي په رقابتي کرکټ کې سره مخامخ شي. دواړو لوریو په تېرو وختونو کې هم د یو بل پر وړاندې د کرکټ ښې لوبې کړې دي او په دغو لوبو سره به ډاډ تر لاسه کړو، چې د کرکټ مینه وال به د افغانستان او زمبابوی تر منځ د یوه عالي کرکټ لیدونکي وي.”

کرکټ بورډ د دغو سیالیو نېټې په دې ډول اعلان کړي:

لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه – ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۵ مه

دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه – ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۶ مه

لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه – ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۹ مه

دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه – ۲۰۱۸ کال، د فبروري  ۱۱مه

درېیمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه – ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۱۳ مه

څلومه یو ورځنۍ نړیواله لوبه – ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۱۶ مه

پنځمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه – ۲۰۱۸ کال، د فبروري ۱۹ مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *