افغانستان او آیرلنډ ۳ یو ورځینۍ مسابقې کوي

تاند- د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې به راتلونکې میاشت د افغانستان په کوربه توب په شارجه کې ۳ یو ورځینۍ نړیوالې مسابقې وکړي.

دا مسابقې به د شپې او ورځې له لوري د دسمبر په ۵، ۷، او ۱۰ مه وي.

آیرلنډ به تر دې مخکې د روان نوومبر په ۲۹ مه او د دسمبر په ۲مه په دوبۍ کې له سکاټلنډ سره د کرکټ د نړیوالې شورا په نړیوال کپ سیالیو کې مخامخ شي.

آیرلند دا سیالۍ ۴ ځلې ګټلي او اوس په درجه بندۍ یا رینکینګ کې له افغانستانه وروسته ځای لري.

آیرلنډ او افغانستان دواړه لېواله دي چې د ۲۰۱۸ په مارچ کې د کرکټ د نړیوالې شورا د نړیوال جام د غوراوي تر سیالیو مخکې د کمو اوورونو ګڼې سیالۍ وکړي.

د آیرلنډ د کرکټ ادارې رييس وارن ډیوتروم وايي، د افغانستان او آیرلنډ مسابقې به نه یوازې د درجه بندۍ له نظره د دوو ډېرو سره نژدې ټیمونو مسابقې وي، بلکې دا به د ټیست مقام ته د دوو رسېدلیو هیوادونو سیالۍ وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي ريیس شفیق الله ستانکزي هم دا سیالۍ د دواړو هیوادونو د لوبډلو لپاره یو ښه فرصت وباله.

د افغانستان او آیرلنډ لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه به د دسمبر په پنځمه /سې شنبه/ د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *