د کرکټ یو بل ستوري هم د کرکټ سره مخه ښه وکړه

محمد اسحاق افغان|

د پاکستان سپین بالر سعید اجمل نن په راولپینډی کې د هرقسم کرکټ نه د ریټایرمنټ اعلان وکړ.

سعید اجمل وویل چې نور وخت را رسیدلی چې د کرکټ سره مخه ښه وکړم او نه غواړم چې په کوم ټیم باندې بوج شم.

اجمل د پاکستان لپاره په خپل جادویي بالنګ پاکستان ته ډیرې لوبې ګټلې دي خو کله چې د ای سي سي لخوا د ده په بالنګ اکشین باندې په ۲۰۱۴ کال کې اعتراضونه وشول نو د نوي ایکشن سره یې د بالنګ مزه نه وه او په ټیم کې یې ځای یاسر شاه ونیو.

سعید اجمل د پاکستان لپاره په ۳۵ ټیسټ لوبو کې ۱۷۸ ویکټې، په ۱۱۳ یو ورځنیو لوبو کې ۱۸۵ ویکټې او په ۶۴ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۵ ویکټې اخستي دي.

د پاکستان سوپر لیګ په دریم پړاو کې به اجمل د اسلام اباد یونایټیډ د سپین بالنګ کوچ دنده ور ورسپارل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *