افغانستان او پاکستان د کرکټ په برخه کې پر سیالیو او همکاریو موافقه وکړه

د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو مشرانو موافقه وکړه چې د دوو هیوادونو د کرکټ ټیمونه به په لنډ وخت کې دوې شل اورره سیالۍ وکړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان نن /شنبه/ د افغانستان د کرکټ بورډ له ريیس عاطف مشعل سره په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د دوو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلې به ۲ شل اوره سیالۍ وکړي.

ده وویل چې لومړۍ دوې شل اوره سیالۍ به په افغانستان کې وي او دوې نورې به وروسته په پاکستان کې وشي.

شهریار خان د دغو سیالیو دقیقه نېټه اعلان نه کړه خو ویې ویل چې په جولای یا اګست کې دا سیالۍ په پا کې نیول شوي دي.

د پاکستان د کرکټ بورډ رييس د دوو هیوادونو د ملي ټیمونو ترمنځ د سیریز یا لړیو پر سر د موافقې یادونه هم وکړه خو ویې ویل چې اوس د لړیو نېټه د دې لپاره نه اعلانوي چې د دواړو هیوادونو ټیمونه په نورو سیالیو کې مصروف دي.

شهریار خان د دوو هیوادونو تر نولس کلونو کشر او د ۱۶ کلونو کشرو ټیمونو سیالیو ته هم چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل چې د دوو هیوادونو سیمه ییز ټیمونه؛ لکه د کوټې، ایبټ اباد، پېښور او نور به د افغانستان له ولایتي لوبډلو سره مسابقې وکړي.

ده وویل چې له عاطف مشعل سره موافقې ته رسېدلی چې د دوو هیوادونو الف ټیمونه به هم په خپل منځ کې سیالي کوي.

شهریار خان له افغانستان سره په تخنیکي برخو لکه د روزونکو، مبصرانو او ایمپایرانو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ده وویل چې پاکستان حاضر دی چې په پېښور، کوټه، رالپنډۍ یا بل هر ښار کې چې افغانستان وغواړي یو لوبغالی افغان لوبغاړو ته وسپاري.

د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس عاطف مشعل د پاکستان له مېلمه پالنې د مننې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې سپورت له سیاسته جلا وګڼل شي او سیاسي مسایل پر سپورتي چارو په تېره بیا د دوو هیوادونو ترمنځ پر کرکټ اغېز ونه کړي.

مشعل په عین حال کې وویل هیله لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سپورت د دوو هیوادونو پر سیاسي اړیکو هم مثبت اغېز وشیندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *