په دوبۍ کې د افغان فوټبال ټیم تمریني کمپ

تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیايي هیوادونو د جام په سیالیو کې ګډون ته د چمتووالي لپاره په دوبۍ کې تمریني کمپ جوړ کړ.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسوولان وايي، د دوی تمریني کمپ به د دوشنبې له ورځې پیل شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جون په شپږمه نېټه د مالدیپ له لوبډلې سره دوستانه مسابقه ولري. له دې وروسته به د جون په ۱۳ مه له کمبودیا سره مخامخ شي.

افغانستان د اسیايي جام سیالیو ته د رسېدو لپاره له کمبودیا، ویتنام او اردن سره په یوه ګروپ کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *