د شپږیزې لپاره ګلبدین نایب تر ټولو په لوړه بیه واخیستل شو

تاند- د شپږیزې د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د اخیستلو په مزایده کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب تر ټولو په لوړه بیه واخیستل شو.

د لوبغاړو د اخیستلو لپاره بولۍ په یو لړ مراسمو کې د پنجشنبې په ماښام پیل شوې او د شپې په شاوخوا دوولس بجې پای ته ورسېدې.

د مراسمو په پیل کې د افغانستان د کرکټ بورډ  مشر شکر الله عاطف مشعل وویل«نن موږ د خپل کرکټ په تاریخ کې مزایدې ته د ملي او نړیوالو لوبغاړو په وړاندې کولو یوه نوې پاڼه لیکو.»

ده هیله څرګنده کړه چې د شپږیزې ټورنمنټ به د کرکټ لوبې په وده او پرمختګ کې د سوداګرو او پانګوالو ګډون لا زیات کړي.

ګلبدین نایب په ۷ ملیونه او ۴ لکه افغانۍ واخیستل شو. ورپسې نجیب الله ځدراڼ و چې په ۶ ملیونه او ۴ لکه افغانۍ واخیستل شو.

پاکستاني لوبغاړی رومان ريیس په ۴ ملیونه او ۵ لکه او فضل نیازی په یو ملیون او دوه نیم لکه افغانۍ واخیستل شول.

همداراز پاکستانی لوبغاړی کامران اکمل په ۵ ملیونه او ۲ لکه، سهیل تنویر په ۴ ملیونه او ۲ لکه، فرید ملک په ۳ ملیونه او یو لک، بنګله دېشي لوبغاړی تمیم اقبال په ۲ ملیونه او یو لک، د زیمبابوې هملټن مساکادزا په یو ملیون او ۳۵ زره افغانۍ وپلورل شول.

افغان لوبغاړي یامین احمدزی په یو ملیون او ۶ لکه او شرف الدین شرف په یو ملیون او ۵ لکه واخیستل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *