په کرکټ کې به هم د فوټبال په شان سور کارت ورکول کېږي

تاند- د کرکټ د نړیوالې شورا کمېټې د کرکټ د مقرراتو کمېټې وړاندیز کړی چې په ټولو نړیوالو۲۰ اوره سیالیو کې به د فوټبال په شان له سور کارت څخه کار اخیستل کېږي.

دغه راز د کرکټ کمېټې پرېکړه کړې چې په ټولو نړیوالو سیالیو کې به د نو بال (No Ball) پرېکړه درېمګړی امپایر یا حکم کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د لندن په دوه ورځینۍ غونډه کې تصویب کړه چې حکم دا واک لري چې هغه لوبغاړي ته سور کارت ښکاره کړي او له میدانه وباسي چې نامناسب چلند کوي یا جګړه کوي.

په دې غونډه کې، چې د هند د پخواني لوبغاړي انیل کمبلې تر مشرۍ لاندې وشوه، د ټیستلوبو پر اهمیت ټینګار وشو او وویل شول چې په نړیواله کچه دې د ټیستلوبو سیالۍ وشي.

غونډې همداراز په المپیک سیالیو کې د کرکټ د شاملېدو لپاره د هلوځلو پر دوام تاکید وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *