افغانستان د کرکټ له نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب غواړي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ لېواله دی چې د کرکټ له نړیوالې شورا د بشبړ غړیتوب غوښتنه وکړي خو تراوسه پوري یې رسماً دې شورا ته رسمي غوښتنلیک نه دی سپارلی.

د (ESPNcricinfo) د راپور له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ ممکن په راتلونکې فبروري میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا ته رسمي غوښتنلیک وسپاري.

ټاکل شوې ده چې آی سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا په فبروري کې له افغانستان سره غونډه ولري او په لړ کې یې د دې شورا د شرطونو د پوره کولو په اړه خپل هراړخیز راپور وړاندې کړي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو له مخې، هغه لوبډله چې د دې شورا د بشپړ غړیتوب غوښتنه لري، باید په خپل هیواد کې د کرکټ منظمې لوبې، اداره او د لوبو لپاره تاسیسات ولري.

د کرکټ د نړیوالې شورا په اصولو کې ویل شوي چې د بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد باید مخکې تر دې چې ټیست لوبو ته داخل شي، په منظم ډول د لومړی درجه (کورنۍ ۳ ورځینۍ – ۴ ورځینۍ) مسابقې ولري.

افغانستان په ۲۰۰۱ م کال د کرکټ (Affilate) غړی شو خو په ۲۰۱۳ کې اسوشیت (Associate) غړیتوب ورکړای شو. په ۲۰۰۹ کې د افغانستان ټیم د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو مقام ترلاسه کړ.

د افغانستان ټیم تراوسه پوري۷۰ نړیوالې یو ورځینۍ مسابقې کړي چې د هغو په منځ کې یې ۳۵ ګتلي او په ۲۰۱۵ کې یې د لومړي ځل لپاره په نړیوال کپ کې ګډون وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *