د فوټبال په نړیوال جام سیالیو کې د برخوالو ټیمونو شمېر زیات شو

تاند- فیفا یا د فوټبال نړیوال فدرېشن نن /سې شنبه/ د سویس په زوریخ کې د ۲۰۲۶ د نړیوال کپ سیالیو لپاره په یوه خوله ۴۸ ټیمونه تایید کړل.

حاضردمه د فوټبال په نړیوال جام سیالیو کې د ټولو برخوالو ټیمونو شمېر ۳۲ دی.

همداراز د نړیوال جام سیالیو شمېر له ۶۴ لوبو ۸۰ ته زیات شو. هغه ټیمونه چې د بایللو په وجه له سیالیو نه وځي، په مجموع کې به ۸ لوبې کوي.

د نړیوال جام سیالیو موده ۳۲ ورځې ټاکل شوې ده.

Leverpolد دې پلان پر اساس، چې د فیفا د مشر ګیني اینفاتینو په مشرۍ تصویب شو، د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به په ۱۶ ډلو وېشل کېږي.

اینفانتینو همداراز وړاندیز وکړ چې که د ګروپونو مسابقې مساوي کېږي، د پنالټي په شوټونو دې پرېکړه کېږي.

د نوي سیستم پر اساس به په هر ګروپ کې ۳ لوبډلې شاملې وي او د هرې ډلې ۲ مخکښ ټیمونه به بل پړاو ته وځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *