د ساحلي فوټبال افغان ټیم څو ګامونه وړاندې شو

تاند- د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله په وروستیو کې دوه درجې ترفېع کړې او اوس په نړۍ کې ۵۵ مقام لري.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ټیم په ویتنام کې په اسیايي سیالیو کې ښه وځلېد او په څلورو غوره لوبډلو کې وشمېرل شو. دې بري د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدرېشن په جدول کې د افغان ساحلي فوټبالرانو د درجه بندۍ له لوړېدو سره مرسته وکړه.

د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله په اسیا کې ۱۱ مقام لري خو په نړۍ کې پنځه پنځوسم ځای لري.

د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله اوس د ۲۰۱۷ م کال د نړیوال کپ مقدماتي سیالیو ته تیاري نیسي. دا سیالۍ په مارچ میاشت کې پیلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *