مالیزیا د برمايي پوځیانو د بې رحمیو په اعتراض کې د فوټبال سیالۍ بایکاټ کوي

تاند- مالیزیا د برما یا میانمار په روهینګیا کې د مسلمانانو د بې رحمانه ټولوژنې او ځورونې په اعتراض کې د سوزوکي کپ په نوم د جنوب ختیځې اسیا د فوټبال په سیالیو کې ګډون بایکاټ کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مالیزیا د ځوانانو او سپورت وزیر خیري جمال الدین وویل چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه نن /جمعه/ دسمبر ۲/ اعلان شي.

ښاغلي خیري ویلي چې له مخکې خبر و چې میانمار د دغو سیالیو کوربه دی خو په دغو سیالیو کې د نه ګډون پر پرېکړې یې وروسته له دې غور پیل کړ چې د میانماري پوځیانو له خوا په راخین ولایت کې پر مسلمان لږکي د وحشیانه حملو تازه شواهد څرګند شول.

د بشري حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ وویل چې په راخین ولایت کې د مسلمان مېشتو سیمو د سپوږمکۍ عکسونه په زغرده ښيي چې د میانمار پوځیانو د دغه ولایت په ۵ کلیو کې ۸۲۰ نور کورونه ویجاړ کړي دي.

راپورونه وايي چې د میانمار پوځیانو ۸۶ مسلمانان وژلي او لږ ترلږه ۳۰ زره نور له کورونو بې ځایه کړي دي.

د دې ترڅنګ برمايي ځواکونو په راخین ولایت کې پر لسګونو مسلمانو نجونو او ښځو جنسي تېري کړي دي.

احتمال شته چې د فوتبال نړیوال فدرېشن په برما کې د فوټبال سیالۍ لغوه کړي ځکه چې دا فدرېشن هر راز مذهبي او قومي تبعیض د نه زغملو بولي.

د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدرېشن یوه ویندوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د مالیزیا پر پرېکړې غور کوي.

مالیزیا په ۱۹۸۰ م کال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په اعتراض کې د المپیک په سیالیو کې ګډون ونه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *