د بامیاني نجونو د بدمینټن سیالۍ

تاند- بامیاني نجونو د بدمنټن سیالۍ وکړې او ترڅنګ یې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد خپل لوړ ږغ پورته کړ.

په دې سیالیو کې، چې د یوناما، د بامیان د المپیک امریت او د ښځو د حقونو د مدافع ټولنو له لوري د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي د ۱۶ ورځیني کمپاین په ویاړ پیل شوي، ګڼو بامیاني نجونو برخه واخیسته.

بامیاني نجونې نه یوازې په هره سپورتي څانګه کې بلکې په زده کړو کې هم د افغانستان په کچه مخکښې دي.

د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د بامیاني نجونو پرمختګ کمساری بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *