ډنمارکي کمپنۍ د نجونو افغان ټیم ته یونیفورم جوړ کړ

تاند- د ډنمارک د سپورتي جامو کمپنۍ د افغانستان د فوټبال د نجونو ټیم ته د فوټبال بوټونه او سترمنې جامې چمتو کړي دي.

د ډنمارک همیل سپورټ (Hummel support) شرکت نن د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ اعلان وکړ چې دا نوی یونیفورم او بوټونه په دې هدف افغان لوبغاړو ته ورکوي چې افغان نجونې او ښځې سپورت ته وهڅېږي او په نړیوالو سیالیو کې برخه واخیستلی شي.

همیل وايي چې د افغان لوبغاړو لپاره یې د یونیفورم په جوړولو کې د افغانانو دود او حجاب په پام کې نیولی دی.

دا جامې په داسي ډول جوړې شوي چې افغان لوبغاړې له سره تر پښو پورې پکې پټې وي.

دې شرکت د افغان نارینه وو ټیم ته هم جامې او نور وسایل چمتو کړي دي.

د همیل شرکت خاوند کریستیان ستادیل وویل، د مثبت بدلون د راوستلو لپاره پکار ده چې د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیول شي. د هغوی کلتور، دود او عقاید محترم وګڼل شي.

ده همداراز وویل، اکثره افغان نجونې مجبوره دي او یا په خپله غواړي چې په باحجابو کالیو کې ورزش وکړي، له همدې کبله موږ د دوی لپاره خورا سترمن او په عین حال کې فېشني جامې ډیزاین او چمتو کړي دي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال پخوانۍ کیپتانه خالده پوپل له همیل سره د دې نوي یونیفورم په جوړولو او د هغو په دودولو کې کار کوي.

همیل کمپنۍ غواړي چې دا یونیفورم په نوره نړۍ کې هم وپلوري. هر شرت یا کمیس په ۱۵ ډالري پلوري او پیسې یې د افغانستان د نجونو ټیم ته ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *