کرکټ په کومه روان دی؟ / وحید بری

په افغانستان کې  کرکټ، د نړۍ د نورو هغو هېوادونو په پرتله چې کرکټ یې رسمي یا جالبه لوبه ده ، کمه مخینه لري، ولې بیا هم په افغانستان کې کرکټ هومره ابتدایي هم ندی چې کرکټ مو دې د خپل ذات بلوغ ته نږدې شوی نه وي.

د کرکټ لوبه د افغانستان او بالخصوص د پښتنو سیمو په کلیو او کوڅو کې را پیل شوه ، میدانونو ته وغځېده ،ښارونو ته راغله ، د یوې خوندورې لوبې په ډول مطرح شوه او بلاخره یې د دولت خاصه توجه جلب کړه او د کلیو ، کوڅو او ولایتونو لوبغاړي پر یوه مشترک محور راټول او د کرکټ د رشد او ودې په خاطر یې هلې ځلې پیل کړې.

بلاخره ملي لوبډله جوړه شوه ، د لوبډلې د تقویې او ملاتړ په پار د افغانستان کرکټ بورډ په نوم لویه اداره رامنځ ته شوه او یادې ادارې ته کافي امکانات په واک کې ورکړل شول.

که څه هم تېر کلونه د کرکټ بورډ لاسته راوړنې یو څه د ستایلو وړ وې، ولې واقعیت دا دی چې تېر اته یا لس کاله د کرکټ بورډ له امکاناتو هغه ډول استفاده نه وشوه چې باید شوې وای ، د کرکټ بورډ سرمایه تر ډېره د زاخېلوال او شهزاده مسعود جیبونو ته لاړه او لوبغاړو به د هېواد په خاطر، په نشتو امکاناتو بریا ګتلو ته پښې بندې کړې وې.

کرزي صیب ته دې رب هدایت وکړي د افغانستان لویو او حیاتي ادارو ته به یې داسې کسان ور ولېږل چې نوموړی کس خو به د هغې ادارې مسلکي بیخي نه و ، بلکې د ور سپارل شوې ادارې په هکله به یې هم معلومات په نشت حساب وو
که درته یاد وي چې کله کرزي صیب ملت ته خپله وروستۍ وینا کوله په ډېر افتخار یې وویل چې ما ته ، مارشال فهیم، خرم ، سپانتا ، کریم خلیلي ، احمد ضیا مسعود او یو څو نورو چې د کوم چا د مقررۍ مکتوبونه راوړي، ما په پټو سترګو لاسلیک کړي دي او هېڅ مې ترې پوښتنه نده کړې چې دا کس مو څوک رامعرفي کړی او چرته یې مقرروئ؟

یو له هغو توکل ډوله مشرانو څخه شهزاده مسعود صیب و چې د افغانستان اویا سلنه کرکټیانو به د اربکیو قوماندان باله
نشته دا نظام هم سل سلنه د دې جوګه ندی چې داسې ټاپ فاسدین به دومره ژر محکمې ته کش کړي ، خو له تېر نظام لس ځله ښه دی او زه هیله مند یم چې له دوی سره یوه ورځ حساب کېدونی دی.

د کرزي صیب دوره که څومره فاسده وه ، له غلو او رشوتو نامي وه ، د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې د ملي وحدت حکومت هم ځینې نیمګړتیاوې لري ، ولې په هغه کچه ندي چې د بابک په وخت کې وې.

یو بل کار چې ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته وکړ ، مسلکي او تجربه لرونکو ځوانانو ته یې د لوړو څوکیو د تقرر چانس ورکړ او واقعیت دا دی چې د افغانستان د اکثره خلکو له هرکلي سره مخ شو.

تاسو ولیدل چې کابینه کې یې اکثره وزیران ځوانان ځای پر ځای کړل ، د ارګ اکثره ریاستونه یې تکړه ځوانانو ته وسپارل ، اکثره نوي سفیران او قونسلان یې ځوانان وټاکل او لنډه دا چې د کرکټ بورډ لویه اداره یې هم مسلکي او پاکو ځوانانو ته وسپارله.

د دوی په هکله چې څومره مطالعه زه لرم ، پاک ، تجربه کار ، مسلکي ، شتمن او وظیفه شناس ځوانان دی چې تر ډېره په خپلو کارونو کې بریالي دی ، دا چې ځینې کړۍ وخت ناوخت د کرکټ بورډ د داسې یوې ادارې تخریب کوي چې ایله اوس لارې ته برابره ده ، هغه څوک دي چې د ناوړه کارونو له امله له همدې کرکټ بورډ څخه ایسته شوي او چې اوس پکې د دوی شخصي ګټه نشته د ټول کرکټ تخریب ته یې مټې ور بډ وهلې دي .

په هر صورت موږ ته افراد مهم نه دي او نه په افرادو بحث کوو ، موږ ته د افغانستان کرکټ مهم دی او چې هر چا د کرکټ په لاره کې ښې لاسته راوړنې درلودې زموږ وروڼه دي او واقعیت دا دی چې د کرکټ نوې اداره په تېر څه کم دوو کالو کې کومې لاس ته راوړنې لري ، له هغې وړاندې یې په تېرو اتو کالونو کې هم نه درلودې.

کورني کرکټ وده وکړه ، د ولایتونو اکاډمۍ فعالې شوې ، د ولایتونو نیمه پاتې لوبغالي بشپړ او بیخي نشت لوبغالو باندې عملا کار روان شو ، د ملي لوبډلې لپاره بېلا بېل روزونکي تجربه شول ، امکانات زیات شول ، بریاوې زیاتې شوې او تر ټولو مهمه دا چې کرکټ ملي لوبډله د افغانستان په ټولو قومونو باندې د یوې ملي لوبډلې په حیث ومنل شوه ، تاسو پوهېږئ چې پخوا دې برخه کې ځینې قومي او ژبني تعصوبونه موجود وو ، ولې له نېکه مرغه د وروستیو لاسته راوړنو ، منظم پوښښ او سالمې لابۍ نتېجه وه چې وروستۍ بریاوې راسره نورو وروڼو قومونو هم په داسې ډول ونمانځلې چې تېر کالونه هغسې نه وو.

د دې لپاره چې خبرې مې اوږدې کړې نه وي ، دومره وایم چې کرکټ مو اوس کرکټ شو ، بهترینې لوبې کوي او بهترین پلانونه پر وړاندې پراته دي ، وخت ورکړئ چې خلک کار وکړي ، هم پخپله له بې ځایه تخریب څخه ډډه وکړئ او هم مه پرېږدئ چې بل څوک بې ځایه او بې مورده منفي خولې خلاصې کړي.

هو په کرکټ او د افغانستان په ټولو ادارو باندې د سالمې نیوکې حق هر څوک لري ، خو نیوکه او تخریب توپیر لري او موږ تاسو به چا ته د تخریب اجازه نه ورکوو.
درنښت
وحید بری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *