د مارچ دوولسمه تاریخ په زرینو کرښو ولیکله/ وحید بری

یوه جنګ ځپلي هېواد ، لکه په هوښ راغلي ټپي، له خاورو سر را هسک کړ، د خپلو دردونو ، مصیبتونو او وروسته پاتې والي په اړه یې فکر وکړ ، د یووالي له یوې هسکې نقطې څخه یې د نړۍ ننداره وکړه ، د نړۍ پرمختګونو او بدلونونو خوند ورکړ ، دغو خوندونو ته د رسېدو په پار یې پر یوه اداري چوکاټ فکر وکړ ، له څه وخت وروسته د ټپي شوي هېواد بچیانو د مور وطن په ټپونو د پټۍ اېښودلو لپاره هڅې پیل کړې او تر خپلې وسې یې ، یاد جنګ ځپلی هېواد سا اخیستو ته برابر کړ .

د افغانستان خلک په بېلا بېلو برخو کې په کار بوخت شول ، بېلا بېلو ادارو خپل پروګرامونه پیل کړل او د هېواد د سرسبزۍ او بیا رغونې لپاره یې مټې ور بډ وهلې ، چا فکر هم نه کاوه چې هغه کنډواله افغانستان به بېرته د نړۍ په هېوادونو کې شمار شي او دا هېواد به بېرته د ویاړونو ، ننګونو او تاریخونو کور وي .

د ګاونډیانو د توقع خلاف ، د نورو کاري ډلو تر څنګ یوه له اخلاص ډکه ډله را مخکې شوه ، ابتکار یې وکړ ، د هېواد جوړولو ، سولې راوړلو او ویاړونو ګټلو لپاره یې د کرکټ لاره انتخاب کړه ، دا ډله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ونومول شوه .

ملي لوبډلې په خورا چټکۍ سره پر مخ حرکت وکړ ، شپه ورځ یې پر ځان یوه کړه ، په کمو امکاناتو یې لویې لارې ووهلې ، ګاونډیان یې حیران کړل ، د سیمې هېوادونه یې ګوته په غاښ کړل او بلاخره یې نړۍ د ځان خواته متوجه کړه .

دې ډلې د افغانستان ملي بیرغ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ورپاوه ، دې ډلې خپل ملي سرود په داسې هېوادونو کې په لوړ اوازه وغږاوه چې هغو هېوادونو د افغانستان په نوم لا کوم څه نه پېژندل .

دې ډلې یعنې کرکت ملي لوبډلې هېواد ته خوښۍ راوړې ، ویاړونه یې راوړل ، خنداګانې یې راوړې او په مجموع کې یې په هېواد کې د ملي وحدت لپاره تر بل هر چا زیات کار وکړ ، یاده ډله وخت ناوخت له انتقادونو سره هم مخ شوه ، خو انتقادونه یې هم د خپلو مینوالو له خوا وو ، نو پرې بد نه لګېدل ، ځکه دوی پوهېدل چې مینوال یې د تخریب لپاره نه ، بلکې د اصلاح او مینې لپاره وایي .

بلاخره د پرلپسې بریاوو په لړ کې د ۲۰۱۶ کال د شل اوریز جام لپاره هم لوبډله تیاره شوه ، ځینو خو وار له مخه په کرکټ بورډ نیوکې کولې چې ښه لوبډله یې نده تیاره کړې او په یاد جام کې به دوهم دور ته لار پیدا نکړي ، خو د کرکټ بورډ ادارې مشر نسیم الله دانش یې کور ودان په لوبډله یې تر وروستي بریده کار کړی و ، تمریناتي سیالۍ ، کمپونه ، امکانات ، بېلابېل روزونکي او نور اړین مسایل یې ورته تهیه کړي وو او هممهاله یې ملت ته د یوې قوي لوبډلې د تیارېدو ډاډ ورکاوه ، هماغه وو چې افغان ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو لومړۍ لوبه له سکاټلنډ وګټله ، دوهمه یې له هانګ کانګ وګتله او دریمه یې پسې له زېمبابوې وګټله .

له پرلپسې درې بریو وروسته افغان ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام ته ووته ، دا دومره لوی کار و چې د کرکټ نړۍ د افغانستان په اړه حیرانې دریانې تبصرې کوي او د کرکټ تاریخ دا ورځ د افغانستان لپاره په زرینو کرښو ولیکله .

په دې عظیمه بریا کې د ټولو رول جوت دی ، د کرکټ بورډ ادارې په ښه رهبرۍ سترګې نشو پټولی او دا لویه لاس ته راوړنه بلکل د ښه مدیرت نتېجه ده ، د لوبغاړو په زحمت او هڅو سترګې نشو پټولی بلکل یې مسولانه لوبې وکړې او بلاخره د روزونکو په ښوونه هم سترګې نه پټوو ، واقعا دوی ښه روزونکي ثابت شول .

په دې هیله چې زموږ د بریاوو لړۍ وغځیږي او په پای کې بیا هم د دې لویې بریا مبارکي وایم .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *