د لوبو کومېنټري يا تبصره/ فياض حميد
(کومېنټري څوک او څنګه وکړي؟)
ځينې ادارې، رياستونه او وزارتونه وياندويانو ته اړتيا لري، تر څو د يادې ادارې، رياست يا وزارت کړنې، پلانونه او لاسته راوړنې خلکو ته په سمه توګه بيان کړي، نو له دې امله داسې يو شخص د وياند په توګه ګماري چې ژبور، پوه، فصيح او ښه پيغام انتقالوونکی وي، ځېنې وختونه د يوې ادارې کړنې دومره موثرې نه وي، خو يو ژبور وياند يې خلکو ته داسې تشريح کړي چې خلک ترې خوشالهشي، خو که د يوې ادارې کړنې ډېرې مثبتې وي او لاسته راوړنې هم ډېرې ولري او وياند يې رسنيو ته په سمه توګه بيان نه کړای شي، نو هم به ترې خلک خبر نه وي او هم به ترې خوشاله نه وي.
د کرکټ پر سيالۍ کومېنټري (روانه تبصره) کوونکي هم دې ته ورته دي، په روانه سيالۍ کومېنټري (تبصره) کول هم د يادو وياندويانو او ادارو په څېر ده، که سيالۍ هر څومره په زړه پورې وي، خو تبصره کوونکی يې کمزوری وي، نو خلک به له سيالۍ څخه پوره خوند وانه خلي او که سيالۍ دومره زړه راښکوونکې هم نه وي، خو تبصره پرې په ښه ډول روانه وي، نو د خلکو پام ځان ته رااړوي او خوند ترې اخيستلای شي.
لومړی راځو (کومېنټري) پېژندنې ته:
کومېنټري (Commentary):
کومېنټري د انګليسي ژبې لغت دی، چې د يو بشپړ لغت (comment) او بل وروستاړي (ary) څخه رغول شوی دی، د (ary) وروستاړی چې کله د يو (فعل) په اخر کې راشي، د هغې (فعل) څخه (صفت) او يا هم (اسم) جوړوي، چې دلته يېله فعل (comment) څخه (اسم) (commentary) منځ ته راوړی.
(comment) او (commentary) دواړه د (تبصرې) په مانا دي، خو د کارونې ځايونه يې سره جلا دي، يانې دواړه په يو ډول ځايونو کې نه کارول کېږي.
د يوې پېښې يا حالت په باره کې د نظرونو څرګندولو يا د توضيحاتو وړاندې کولو ته کومېنټري وايي يا هغه تشريحي خبرې دي چې د خاصو کړنو يا مراسمو په اړه (په ځانګړي ډول په رسنيو کې) کېږي، چې څه ډول دغه کړنې يا مراسم ترسره کېږي.
عموماً پر کرکټ تبصره په دوه ډوله ده، يو دا چې سيالي پای ته رسېدلې وي او وروسته پرې د څو کرکټ پوهانو له لوري تبصره کېږي، مثبت او منفي ټکي يې په نښه کېږي، حل لارې ورته وړانديز کېږي، د سيالۍ ګټلو او بايللو مهم ټکي په ګوته کېږي او همدا ډول د توپوهنې او توپ اچونې پر ترتيب بحث کېږي، يانې دا تبصره په تېره شوې او يا راروانې سيالۍ کېدلای شي، چې دې تبصرې ته (کومېنټري) نه شو ويلای. دويم ډول تبصره روانه تبصره ده، مانا دا چې يوه سيالۍ په ژوندۍ بڼه روانه ده او دوه يا څو نفر پرې روانه تبصره کوي، چې دې ډول تبصرې ته (کومېنټري) ويل کېږي. زموږ د دې ليکنې اصلي موضوع همدا ده، چې روانه تبصره بايد څوک او په څه ډول وکړي؟
د ښه کومينټري (تبصره) کوونکي ځانګړنې؟
که څه هم د روانې تبصرې د په زړه پورې کولو لپاره ډېرو ټکو عملي کولو ته اړتيا ده، خو لومړی په دې ځان پوهوو چې کومېنټري کوونکی بايد کومې ځانګړتياوې ولري؟ نور مهم ټکي به وروسته تر بحث لاندې ونيسو:
۱- کرکټ پوه: دا لومړۍ او بنسټيزه ځانګړتيا ده ، کومېنټري کوونکی بايد په پوره ډول پر کرکټ پوه وي، د کرکټ له هر ډول قوانينو خبر وي او تر ډېره يې کرکټ په خپله هم کړی وي، که موږ نړيوالو تبصره کوونکو ته وګورو، تر ټولو ځلېدلي يې هغه تبصره کوونکي دي چې خپله يې هم کرکټ کړی، که يو تبصره کوونکي خپله هم کرکټ کړی وي، نو هرو مرو به د کرکټ په ټولو قوانينو هم پوه وي.
۲- د لوبغالي موقعيتونو پېژندل: د کرکټ لوبغالی ګڼ شمېر موقعيتونه لري، چې هر يو يې ځانته خپل نوم لري، د توپ نيونې پر مهال پرېډګر ساتونکيودرېږي، لوبډلمشر يوازې د موقعيت نوم اخلي، ډګر ساتونکی ورته ځان رسوي، چې دا موقعيتونه د تبصره کوونکي لپاره هم ډېر مهم دي، تر څو د تبصرې پر وخت يې وکاروي. د بېلګې په ډول: ((څوک چېرته ولاړ دی؟ څوک پر کوم ځای کېچ شو؟ څلوريزه يې کومې خواته ووهله؟ همدا ډول کوم ځای خالي او کوم ډک دی؟))
۳- د نړيوالو لوبغاړو په اړه مالومات: د ليدونکو او اورېدونکو لپاره د لوبغاړو په اړه مالومات اورېدل ډېر خوندور وي، چې د سيالۍ په بهير کې يې تبصره کوونکی وراوروي، نو يو تبصره کوونکی بايد د نړيوالو لوبغاړو په اړه بشپړ مالومات ولري، چې کوم نړيوال ريکارډونه لري؟ له کوم وخت راهيسې کرکټ کوي؟ څومره سياليو کې ګټور ثابت شوی؟ کومه ځانګړنه لري؟ همدا ډول د هر لوبغاړي مالومات د کرکټ نړيوالې شورا په وېبپاڼه کې هم موندلای شي، کولای شي هغه مالومات چې دی يې د لوبغاړو په اړه نه لري، له هغه ځايه راواخلي.
۴- ژبې: د کرکټ ټول قوانين، ريکارډونه، تاريخ او ټول اړوند مالومات په انګليسي ژبه دي، نو د يو تبصره کوونکي لپاره د انګليسي ژبې زده کړه حتمي ده، ورپسې په هغه ژبه کې هم بايد د لغاتونو پوره ذخيره ولري او هېڅ ګرامري ستونزه په کې ونه لري، په کومه ژبه چې کومېنټري کوي.
۵- غږ: تبصره کوونکی بايد يو ژبور شخص وي او ښکلی غږ ولري، تر څو غږ يې پر اورېدونکو اغېز وکړي او د کرکټ له لوبې څخه خوند واخلي.
دا هغه څه و چې بايد په يو تبصره کوونکي کې اووسي، اوس که يو شخص دغه ټولې ځانګړنې ولري، نو کومېنټري بايد څه ډول وکړي؟ راځئ چې دلته پرې بحث وکړو:
د رسنيو له مخې د کرکټ روانه تبصره په دوه ډوله وېشو:
۱- په اورېدنۍ رسنۍ (راډيو) کې د کرکټ روانه تبصره (کومېنټري) کول
۲- په ليدنۍ رسنۍيا ټلوېزيون کې د کرکټ روانه تبصره (کومېنټري) کول
۱- په اورېدنۍ رسنۍ کې د کرکټ روانه تبصره:
ډېری کسان په دې نه پوهېږي او يا يې تر منځ فرق نه کوي چې په يوه راډيو کې روانه تبصره څه ډول او په يوه ټلوېزيون کېڅه ډول ترسره شي. دا دواړه سره ستر توپير لري، کله چې په يوه راډيو کې د کرکټ روانه تبصره کېږي، د اورېدونکو د ذهن او مغز تمرکز يوازې او يوازې د تبصره کوونکي پر غږ وي، هغوی بل هېڅ ډول انځور نه ويني، نو په دې وخت کې بايد داسې کومېنټري وشي چې د اورېدونکو په مغز کې يو انځور جوړ کړای شي. لکه: (( (احمد) منډه واخيسته، له امپاير څخه تېر شو، توپ يې وويشت، توپ د ويشتنځای په منځ کې ولږېد او توپوهونکي (حامد) پرې د (مېډ ان) په لوري د شپږيزې وهلو هڅه وکړه، خو توپ د (بيټ) پر لاندينۍ څنډه ولګېد او په ټپکونو د (فاين لېګ) پر لور لاړ چې هلته (محمود) شتون درلود او توپ يې بېرته د وېکټ ساتونکي پر لور راواچوه چې دې سره توپوهونکي دوه منډې ترلاسه کړې)). که په راډيو کې داسې کومېنټري وشي، نو د اورېدونکو په مغز او ذهن کې دغې توپ ته يو ډول انځور جوړېږي، دې سره اورېدونکي کومېنټري داسې اوري لکه دوی چې يو ټلوېزيون ته ناست وي. د يادونې ده چې په اورېدنۍ رسنۍ کې کومېنټيټر (تبصره کوونکی) بايد په پرلپسې ډول وغږېږي او ټولې خبرې يا تبصره يې به يې پر روانه سيالۍ او د لوبغاړو پر ريکارډونو او تاريخ وي، يعنې داسې خبرې ونه کړي چې يا د روانې سيالۍ سره تړاو ونه لري او يا بېخي له کرکټ سره.
۲- په ليدنۍ رسنۍ يا ټلوېزيون کې د کرکټ روانه تبصره:
پورته مو ولوستل چې په غږيزه رسنۍ کې تبصره کوونکی بايد هر غټ او وړوکی ټکی په نظر کې ونيسي او تر اورېدونکو يې ورسوي، خو په ليدنۍ رسنۍ يا ټلوېزيون کې بيا دا ډول کومېنټري منفي پايله لري، په ټلوېزيون کې کومېنټري دېته اړتيا نه لري چې يو تبصره کوونکی د يو توپ لپاره دومره اوږده کومېنټري وکړي او يا ډېر ټکي په نظر کې ونيسي. په ليدنۍ رسنۍ يا ټلوېزيون کې روانه تبصره کوونکی بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي:
- غږ يې په يوه اندازه وي، لوړ او ټيت نه وي.
- مخکې له دې چې د توپ پايله مالومه شوې نه وي، پرېکړه ونه کړي.
- په سيالۍکې د حالاتو له بدلېدو سره تبصره کولو کې هم بايد تغير راولي، يانې په وروستيو اورونو کې ويښ ووسېږي.
- د روانې سيالۍ پرته بل پر هېڅ څه ونه غږېږي. (البته د اړتيا پر مهال يو څه اندازه پر نورو سياليو غږېدلای شي)
- د ښه توپ ويشتنې پر وخت بايد د توپ اچوونکي ځانګړنه او وړتيا په ګوته کړي.
- همدا ډول د ښه توپوهنې پر وخت د توپوهونکي ځانګړنه او وړتيا په ګوته کړي.
- د رنرېټ پورته کېدو او ښکته کېدو يادونه بايد ژر ژر وکړی.
- خپل نظر هم وړاندې کولای شي.
- په روانه سيالۍ کې هېڅ کله تبصره کوونکي په خپل منځ کې يا له بل شخص سره بحث نه شي کولای، لکه: ((تبصره کوونکي په خپل منځ کې او يا له بل مېلمه سره داسې بحث شروع کړي، لکه دوی چې په يو ټلوېزيوني بحث کې ناست وي))
اوس راځو په افغانستان کې د روانې کومېنټرۍ نيمګړتياوو او د همدې نيمګړتياوو حل لارو ته؟:
دلته په رسنيو کې ستره ستونزه دا ده چې کله کرکټ خپروي، نو د لوبغالي اواز يې بند کړی وي، د توپوهنې، لوبغاړو او ننداره چيانو غږونه او شور ورسره نه وي چې له امله يې کرکټ ګونګ وي، يوازې د تبصره کوونکي غږ وي، دا غږ په ليدونکو دومره ښه نه لګېږي. بله دا چې دلته د کومېنټرۍ معيار نه دی مالوم، بس هر چا چې په هر ځای کې پر کومېنټرۍ لاس بر شوی، خپل زړه يې پرې يخ کړی. د افغانستان مهمو سياليو او نړيوالو جامونو د ترسره کېدا پر وخت زموږ د کرکټ بورډ هر غړی که په کرکټ پوه وي يا نه، کرکټ يې کړی وي يا نه، د کومېنټرۍ په اوصولو پوهېږي يا نه په ټلوېزيونونو او راډيوګانو کې د روانې تبصرې کوونکي په څېر راڅرګندېږي.دلته دوه لاملونه دي، يو لامل يې د همدغې رسنۍ نامسلکيتوب دی چې د کرکټ بورډ غړي د کومېنټرۍ لپاره غواړي، بل لامل يې خپله کرکټ بورډ دی چې هر کارکوونکي ته يې د کومېنټرۍ کولو اجازه ورکړې ده، دا هېڅکله سمه نه ده،چې يو شخص دې په کرکټ بورډ کې دنده ولري، نو هغه به ښه تبصره کوونکی وي، يا کوم شخص چې په کرکټ پوهېږي، نو هغه به ښه تبصره کوونکی وي. همدا لاملونه دي چې هېڅ هېوادوال دا نه خوښوي چې هغه دې په پښتو او يا هم دري ژبه کومېنټري واوري، دا په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادوال مو په انګليسي ژبه هم نه پوهېږي، خو هغه څه چې دوی يې په پښتو او دري ژبه اوري دوی ته د اورېدو وړ نه وي، نو ځکه د پښتو او دري ژبې کومېنټري نه خوښوي.
مخکې له دې چې ددې ستونزې حل لارې ته راشم، دا اعتراف بايد وکړم چې، زه يو سپورتي او په تېره بيا د کرکټخبريال يم او هم په ټلوېزيون کې د کرکټ خپرونې وياند او مسؤل يم، ددې تر څنګ مې له کوچنيوالي واخله تر دې دمه هر ډول کرکټ کړی، د کونړ (شپاړس) کلنو لوبډلې لوبډلمشر او د سپين غر زون په (شپاړس) کلنو لوبډله کې هم پاتې شوی يم، په کرکټ پوهېږم او بحث پرې هم کولای شم، خو يو ښه روانه تبصره کوونکی (کومېنټيټر) نه يم!!!
په افغانستان کې د نامسلکي کومېنټرۍ ستونزې حل لاره:
تر څو به مو هېوادوال له پښتو او دري کومېنټرۍ بد وړي، تر څو به د شپږيزې پر مهال د سياليو تبصره کوونکي په ټوليزو رسنيو کې رټل کېږي، تر څو به زموږ هره سيالۍ د تبصره کوونکو له امله بې خونده وي؟ راځئ چې دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدو.
حل لاره:
په هېواد کې ګڼ شمېر ښه تبصره کوونکي شته چې يا يې څوک نه پېژني او يا يې له پامه غورځولي دي، کرکټ بورډ بايد د يوې ازموينې په ډول له دوی څخه يو څه کسان (۱۰، ۱۵ يا ۲۰) راټول کړي او دوی ته د کرکټ بورډ دننه يو څه زده کړه ورکړي، بيا يې بهرنيو هېوادونو ته د لنډ مهالو کورسونو او ورکشاپونو لپاره ولېږدوي، له هغې وروسته دې په ترتيب له ملي لوبډلې سره بهرنيو هېوادونو ته ولېږدوي او هلته دې له نړيوالو تبصره کوونکو سره يو ځای تبصره يا کومېنټري وکړي چې يو څه له هغوی هم زده کړي، په دې ترتيب به موږ په هېواد کې (۱۵ يا ۲۰) مسلکي تبصره کوونکي ولرو، بيا کېدلای شي چې له دوی څخه نور او له هغې څخه نور کسان مسلکي کومېنټری زده او په ټلوېزيونونو او کورني کرکټ کې روانه تبصره وکړي، بيا به هېڅوک دا ونه وايي چې زه د پښتو يا دري کومېنټري نه اورم.
ومن الله التوفيق
د افغانستان کرکټ د پرمختګ په هيله
فياض حميد
ډیره د خندا وړ کمنټری د لمر تلویزون له خوا په دی نړیوال جام کی تر سره شوه پاکستان ټیم ته په ۶ توپونو ۳۰ منډی پاتی وی کمینټری والا وایی ( د پاکستان لوبغاړو ته په دی وخت کی احتیاط پکار دی د شارټ هڅه ونه کړی که نه نو ویکټ به له لاسه ورکړی ؟؟؟؟