کرکټ د بخت نه، د وړتيا لوبه ده/ فياض حميد

ډېر کسان د کرکټ په اړه په دې اند دي چې ګواکې کرکټ د بخت لوبه ده او چا سره چې بخت ياري وکړي هغه سيالۍ ګټي، يا کوم لوبغاړی چې بختور وي، ښه سيالۍ ترسره کوي او د بخت پر برکت يې لوبډله سيالۍ ګټي.

دا خبره هغه وخت ډېره توده شوه چې په (۲۰۱۶)م اسيا جام او ځينو نورو سياليو کې چې کله (نوروز منګل) له سيالۍ کېنول شو او افغان ملي لوبډلې دغه سيالۍ وبايللې، نو ځينو هېوادوالو دا خبره ډېره يادوله چې د (نوروز) بخت ورسره مل نه و ځکه يې سيالۍ وبايللې.

نړيوال مبصرين بيا په دې اند دي چې کرکټ کې چانسونه شته، خو څوک ترې سمه ګټه پورته کوي او څوک ناسمه، دلته بيا ځينې خلک د چانس او بخت تر منځ توپير نه شي کولای، نو راځئ چې د چانس او بخت تر منځ توپير او په کرکټ کې يې پر رول بحث وکړ:

چانس: په يو ټاکلي وخت کې ديو کار د کېدلو امکان ته چانس وايي، چانس هغه شېبه وي چې کله د يو شخص مخې ته راشي، نو ښه او خرابه ګټه پورته کول ترې د همغې شخص وړتيا پورې اړه لري، که چېرې وړتيا ولري او فکر په سم ډول وکاروي، نو له چانس څخه په ښه ډول ګټه پورته کولای شي، خو که چېرې تېروتنه ترسره کړي چانس له لاسه ورکوي.

بخت: د چانس له امله يو شخص ته يو څه پېښېدل چې په ناڅاپي ډول وي او له مخکې څخه يې پلان نه وي، دې ته بخت وايي. بخت د انسان په اختيار کې نه دی، يعنې انسان نه شي کولای چې بخت په خپله ګټه وکاروي، بخت په اتومات ډول وي، هر ډول چې د چا په برخه شي.

په کرکټ کې چانس:

په کرکټ کې چانسونه ډېر زيات وي، لکه: توپ اچوونکی (نوبال) ترسره کوي، توپوهونکي ته په بل توپ (فري هېټ) ورکوي، چې په دې توپ هېڅ ډول اوټ نه ورکول کېږي، نو دا د توپوهونکي لپاره چانس دی، اوس دا د توپوهونکي وړتيا پورې اړه لري چې له چانس څخه څه ډول ګټه پورته کوي. همدا شان يو توپ ترسره کېږي، له توپوهونکي څخه توپ په هوا کې پورته کېږي، دا د توپ نيوونکي لپاره چانس دی، که توپ يې ونيوه، توپوهونکی يې وسوځاوه، نو له چانس څخه يې سمه ګټه پورته کړه، که يې ونه نيوه نو چانس يې له لاسه ورکړ، دې ته ورته په کرکټ کې ډېر چانسونه وي چې کله ترې لوبغاړي سمه ګټه پورته کوي کله ناسمه، د چانس څخه په سمه ګټه اخيستنې سيالي هم ګټل کېږي.

په کرکټ کې بخت:

که يو لوبغاړی ښه لوبه ترسره کوي دا بخت نه دی، يا يو لوبډله سيالي ګټي، نو بخت ورته نه شو ويلای، کرکټ د وړتيا لوبه ده، که هر څوک لوبه ګټي په وړتيا به يې ګټي، که وګورو ډېر نړيوال جامونه استراليا، وېسټ انديز او هند ګټلي، ځکه دوی د نورو په پرتله ډېر پياوړي دي. وېسټ انډيز هغه وخت درې نړيوال جامونه وګټل کله چې په يوه ورځنيو سياليو کې ډېر پياوړي وو. په اوس وخت کې په شل اوريزو سياليو کې پياوړي دي، نو ويې کولای شو چې دوه شل اوريز نړيوال جامونه وګټي، استراليا او هند هم همدې ته ورته دي.

په کرکټ کې بخت په(ټاس يا پچه)کې کارېږي، چې دې کې د لوبډلمشر هېڅ وړتيا نه شته، فقط بخت دی، د بخت په مرسته کولای شي، پچه وګټي، همدا شان که يوه سيالۍ شروع وي او ګټلو ته نزدې وي، په دې وخت کې باران راشي او سيالي يا مساوي کړي يا يې مقابل لوري ته په ګټه ورکړي، نو دې ته بخت ويلای شو، ځکه دا له مخکې څخه پلان شوي نه وي او په ناڅاپي ډول منځ ته راځي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *