تر اوبو لاندې د میسي لپاره حیرانوونکی کور

تاند- تکړه توب ښه وي، که په هر مثبت شي کې وي. په نننۍ نړۍ کې که څوک زحمت وباسي، زیار یې بې بدله نه پاتې کېږي.

د فوټبال مینه وال به خامخا لیونل میسي پېژني. میسي د فوټبال له برکته نه یوازې دا چې په درسته نړۍ ځان پېژندلی بلکې د شاهانه ژوند خاوند دی. په دې توپیر چې شاهان ممکن وېره ولري چې څوک یې ونه وژني.

لیونل میسي غواړي چې خپلې رخصتۍ په دوبۍ کې تېرې کړي.

د دوبۍ واکمن شیخ مکتوم د میسي سخت مینه وال دی. متکوم په ځلونو میسي په دوبۍ کې مېلمه کړی دی.

خو دا ځل یې د لیونل میسي، د هغه د مېرمنې او دوو زامنو لپاره ایډیالي او خیالي شرایط برابر کړي دي.

2میسي به د هسپانیا د غوره لوبډلو د لیګ یا لالیګا له پای ته رسېدو وروسته رخصتۍ په دوبۍ کې په یوه داسي لوکس کور کې تېره کړي چې یوه برخه یې تر اوبو لاندې ده.

میسي غواړي چې په دوبۍ کې له رخصتیو وروسته امریکا او بیا خپل هیواد ارجنټاین ته لاړ شي.

22

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *