د پاکستاني لوبډلې د سیالۍ د ځای له بدلېدو سره موافقه وشوه

د پاکستان حکومت په هند کې د کرکټ ٢٠ اووريزو نړيوالو سياليو کې د خپل هېواد لوبډلې ته د ګډون اجازه ورکړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل، دا پرېکړه يې د لوبغاړو او نندارچیانو د امنيت په برخه کې د هنديچارواکو له ډاډ وروسته کړې ده.

هندوستان ته د پاکستان د ټيم د تګ يا نه تګ موضوع هغه مهال راپورته او حتي له شک سره مخامخ شوه چې په درم شاله کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کېدونکي لوبې د امنیت په اړه شکونه څرګند شول.

د هند د  درم شاله چارواکو ويلي وو چې د پاکستان د لوبغاړو دامنيت نه شي تضمینولی. له دې وروسته پاکستان د کرکټ له نړيوالې شورا وغوښتل چې ددې لوبې ميدان بدل کړي او د هندوستان له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د لوبغاړو د امنيت ډاډ ورکړي.

د لوبې د ځاى بدلولو او د هندوسستان د حکومت لخوا له ډاډ وروسته اوس د پاکستان ټیم ته اجازه ورکړای شوې چې په هندوستان کې د کرکټ په روانو نړيوالو سياليو کې برخه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *