د ایرلنډ د کرکټ سر رزونکي له افغان لوبډلې سره لوبو ته خوشاله دی

تاند – د ایرلنډ د کرکټ د ملي ټیم سرروزونکي وویل چې موږ د کرکټ د ټیم د روزنې لپاره روان کال ښه مهالویش لرو چې له دې لوبو سره به ایرلنډي لوبغاړي ښه تجربې ترلاسه کړي.

د ایرلنډ  د کرکټ سرروزونکي په مرکز بلفاست کې خبریالانو دا هم وویل، چې په بیلابیلو سیمو او له بیلابیلو لوبډلو سره د لوبو تجربه لوبغاړو ته ډیر څه ورزده کوي.

براسویل زیاته کړه چې له افغانستان سره پنځه لوبې به ډیرې سخته وي او ښه سیالي به وشي.

ایرلنډ د افغانستان کرکټ ټیم ته بلنه ورکړې ده چې پنځه یو ورځنۍ لوبې ورسره وکړي. دا لوبې به د جولای په لسمه پیل شي او تر ۱۹ به دوام وکړي. پنځه سره واړه لوبې به په پلازمینه بلفاست کې ترسره شي.

دا به لومړي ځل وي چې ایرلنډ د پنځو لوبو لپاره د یوه هیواد کرکټ ملي ټیم ورغواړي او کوربه توب یې کوي. په راتلونکي اوړي کې ایرلنډ د پاکستان او سریلانکا ملي ټیمونو ته هم بلنه ورکړې ده چې دوې یو ورځنۍ لوبې ورسره وکړي.

په مني کې بیا ایرلنډ د ټاکلي جدول له مخې استرالیا او جنوبي افریقا ته ځي او په دغو دوو هیوادو کې به هم یو ورځنۍ لوبې وکړي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان به راتلونکي میلادي کال ۲۰۱۷ کې په هند کې د ایرلنډ د لوبډلي کوربه وي. افغانستان اوس د هند په نویډا کې چې ډیلي ته نژدې دی د کرکټ یو میدان لري او په دې ځای کې به د بهرنیو لوبډلو کوربه توب کوي.

 افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې د ناامنیو له امله د نورو هیوادو لوبغاړي د دوی په خاوره کې لوبې نه کوي. پاکستان له بهرنیو لوبډلو سره په عربي متحد اماراتو کې لوبې کوي او افغانستان پخوا په اماراتو کې ځای درلود چې اوس هند ورته یو میدان په واک کې ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *