هوتک: افغان کرکټ ملي لوبډله ایرلنډ سره لوبې ته چمتو ده

ــ تاند

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره لوبې ته بشپړ چمتوالی نیولی دی.

د کورکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان کرکټ ملي لوبډله سبا ایرلنډ ته روانېږي:

“ټاکل شوې چې سبا افغان کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنده ایرلنډ ته سفر وکړي، چې ددې سفر په ترڅ کې به د ایرلنډ ملي لوبډلې سره به دوه یو ورځنۍ سیالۍ وکړي، دا سیالۍ تمریناتي بڼه لري او پر یوټیوب چېنل به هم خپرې شي.”

د نوموړي په وینا ټاکل شوې چې سبا  محمد نبي عیسی خېل او راشد ارمان دوه مشهور افغان کرکټران هم له افغان ملي لوبډلې سره یو ځای شي. محمد نبي نن له افغانستان حرکت پېل کړ او داسې ویل کیږي چې سبا به له راشد خان سره په عربي متحده اماراتو کې یو ځای او په ګډه به ایرلنډ ته روان شي.

د مجیب ځدراڼ په ګډون دغه دوه افغان لوبغاړي د هند کرکټ په غوره لوبو کې ولوبېدل.

له ایرلنډ سره به افغان لوبډلې لومړۍ لوبه روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه او دوېیمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۰مه ترسره شي.