افغان لوبډله نن د ایرلنډ خلاف درېیمه شل اوریزه سیالۍ کوي

افغان لوبډله به نن د سه شنبې په ورځ (د مارچ مياشتې په لسمه) د هندوستان په ګريټر نويډا لوبغالي کې د ايرلنډ پر وړاندې د افغانستان اسلامي بانک شل اوريز جام درېیمه لوبه ترسره کړي.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ دا درېیمه شل اوريزه لوبه نن ماسپښين ۱ بجه پېليږي. د افغانستان کرکټ بورډ دې سیالېو ته د خپلې ملي لوپډلې پوره چمتوالی ښودلی.

د مارچ میاشتې په شپږمه نېټه چې کله د ایرلنډ او افغانستان کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ د شل اوریز فارمټ لومړۍ سیالي ترسره کېده، د شل اوریز جام له پېلېدا دمخه د اسلامي بانک شل اوریز جام د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبډلمشر اصغر افغان او انډريو بلبرني وړمه ورځ د هند په ګريټر نويډا کې د خبري غونډې وروسته له جام پرده پورته کړې وه چې نن به یې د پای ورځ وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله تر اوسه له ایرلنډ لوبډلې سره په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې  ۱۷ ځلې مخ شوې چې له ډلې یې افغان لوبډلې له سیال لوري ۱۴ ځلې بریا خپله کړې، که نن افغانستان د ایرلنډ خلاف سیالي وګټي له ۱۸ سیالېو څخه به یې ۱۵ سیالۍ وګټي.