پاکستان ته بابر اعظم ښه کرکټر دی

ولید خپلواک

 د کرکټ لوبه چې ځانګړي مینوال په ټوله نړۍ کې لري، خو ځینې په کرکټ کې داسي لوبغاړي پیدا کیږي چې تل پرې لوبډله پوره باور لري او د ملا د تير په حیث یې ګڼي.

 په دغه لړۍ کې لومړی توپ وهونکی (بابر اغظم) دی، نوموړی د پاکستان هېواد اوسیدونکی دی او پر ملي لوبډله کې راج لرونکی لوبغاړ دی، بابر د تخنیک له پلوه په نړیواله کچه شهرت لرونکی لوبغاړی دی په پاکستاني بابر کې ښه خوبیانې دا دي چې هغه د پاکستان هېواد لپاره په درې واړه فارمټونو کې لوبه ترسره کوي او د هر فارمټ لوبه یې جلا انداز لري.

 دوهم: هندي توپ وهونکی ویراټ کوهلې دی. ویراټ د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کيپتان او د درې واړو برخو مخکښ لوبغاړی دی، هغه له تکتيکي، ذهني او بدني اړخ څخه په کرکټ کې جوړ لوبغاړی دی، ویراټ د کرکټ په نړۍ کې لومړۍ توپ وهونکی دی چې د سترګو لید یې د بال برابر جوړ کړی او د لوبې پر جریان ټول پام کرکټ ته اړوي.

 درېم: لوبغاړی د کرکټ په نړۍ کې انګلستانی ( جي روټ) دی، روټ د انګلستان لوبډله کې مهم لوبغاړی دی هغه ډېر وخت په دوهم مقام میدان ته راښکته کیږي.  د ټيسټ او پنځوس اوریزې لوبې لپاره د کمالاتو ډک لوبغاړی دی، روټ همېشه د انګلستان لپاره په درې واړه فارمټونو کې ښه لوبیدلی خو ټیسټ او پنځوس اوریزې لوبې یې جلا خوند لري.

 څلورم: د ویسټ انډيز کرکټ په ملي لوبډله کې یو داسې لوبغاړی چې په نړیواله کچه یې د کرکټ د نړیوالې شورا سره په درجه بندۍ کې مهم ځای خپل کړی دی. ممکن په راتلونکو کلونو کې د نړۍ په کرکټرانو باچاهي وکړې، د ویسټ انډیز لوبډلې اوپنر توپ وهونکی ( شيا هوپ) دا هغه نوم دی چې د ویسټ انډيز لپاره په ټيسټ او پنځوس اوریزه سیالیو کې تر ټولو مشهوره او کلیدي لوبغاړی دی.

دا په کرکټ کې هغه نومونه دي چې په نړیواله کچه ښه شهرت لرونکې او د کرکټ په نړۍ کې یې د توپ وهنې برخه بیل انداز لري.