د کرکټ مینه والو سرفراز احمد تر نیوکو لاندې راوست

وروسته له هغه چې د انګلستان په کوربتوب له پاکستان سره دریمه یو ورځنۍ لوبه په کاونټي لوبغالي کې ترسره شوه، پاکستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې لپآره اوپنر توپ وهونکي امام الحق ۱۵۱ منډې وکړې. پاکستان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۸ منډې وکړې. کرېس ووکس د انګلستان لپآره څلور وېکټې واخېستې.

پاکستانیو لوبغاړو د ۷ شپږیزو او ۳۴ څلوریزو په مرسته ۴۱ پولې یا بونډریانې لوبولې وې. پاکستان په لومړیو کې ستر ټارګېټ ته ډېر خوښ و، چې سل په سلو کې لوبه ګټي؛ خو د انګلستان د خطرناکو اوپنرانو پاکستاني توپ اچوونکي نه وو خبر، چې سر به پرې وګرځوي.

جېسن رای او جاني بېرسټو پاکستاني توپ وهونکي تر پوزې راوستل او د بونډریانو باران یې پرې وکړ. انګلستان د پاکستان د ۷ شپږیزو ځواب په ۱۶ شپږیزو ورکړ؛ انګلستاني لوبغاړو پوره شپاړس شپږیزې ووهلې او له پاکستان سره مساوي ۳۴ څلوریزې ولوبولې.

جېسن رای په ۵۵ توپونو د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ ۷۷ منډې وکړې، ورپسې اوپنر جاني بېرسټو پاکستاني بالران او ډګر ساتونکي د توپونو په نیولو ستومانه کړل. هغه په ۹۳ توپونو ۱۲۸ منډې وکړې، د ۵ شپږیزو او ۱۵ څلوریزو په ملتیا یې ۲۰ پولې ولوبولې.

له جاني بېرسټو وروسته جو روټ په ۳۶ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې، معین علي او مورګن په څلورمه وېکټ ۳۴ منډې ملګرتیا وکړه او پاکستانۍ لوبډله یې د مغلوبیت کندې ته ورټیل وهله. انګلستان، د پاکستان ۳۵۹ منډې هدف په ۴۴ اعشاریه ۵ اورونو کې د ۴ وېکټو په زیان سره پوره کړ او پاکستان ته یې په ۶ وېکټو او ۳۱ توپونو ماته ورکړه. د لوبې غوره لوبغاړی جاني بېرسټو وپېژندل شو. په دواړو پاڼیو توپ وهنه کې ۹۱ پولې یا بونډریانې لوبېدلې وې. د انګلستان لپآره دا ځل د جاس بټلر د هېټېنګ رول جاني بېرسټو ادا کړه، دوهمه لوبه کې جاس بټلر په ۵۵ توپونو ۱۱۰ ناسوځېدلې منډې کړې وې او لوبډله یې په ۱۲ منډو بریالۍ کړې وه.

دواړه لوبډلې څلورمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د می په ۱۷ مه نېټه په نتېنګهم سیمه ټرېنټ برایج لوبغالي کې ترسره کوي.

د پاکستان په لوبډلمشر تاوده انتقادونه
له دې ماتې وروسته د کرېک ټرېکر وېب پاڼې په خپله فېسبوک پاڼه د پاکستاني لوبډلمشر سرفراز احمد تصویر پورته کړ او د ده د لوبډلمشرۍ په اړه یې پوښتنه کړې وه، چې په دې لوبه کې د ده لوبډلمشري څنګه ارزوئ، په سلګونو کرکټ مینوالو ورته لیکلي وو، چې هغه بیخي د لوبډلمشرۍ لیاقت نه لري او باید لرې کړل شي.