پاکستاني کرکټ بورډ نن په یوه خبري غونډه کې په ویکټ کیپر بیټسمین سرفراز احمد اعتماد ښکاره کړ.
سرفراز احمد د ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو له پاره د پاکستانۍ لوبډلې کپتان وټاکل شو.
په دی وروستیو کې د نوموړي په کپتانۍ او شخصي کارکردګۍ نیوکی شوی وی خو دده په کپتانۍ کې پاکستان ۲۰۱۷ کال کې انګلستان کې هند ته په ماتې ورکولو (چمپینزټرافي) ګټلې وه.
سرفراز احمد په دی وروستیو کې د سویلي افریقایي تور پوسي بالر پولیکوایو خلاف د غیراخلاقي خبرو له کبله د کرکټ نړیوالی شورا له خوا د ۴ نړیوالو سیالیو بندیز سره هم مخ شوی وو.