پاکستاني لوبډلمشر سرفراز احمد د خپلې غلطۍ بښنه وغوښتنه

ثناګل ګلزار

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر سرفراز احمد وروسته له هغې چې پر افريقايي لوبغاړي يې د نسل پرستۍ او تعصب لفظونه وکارول پر خپلو دغه کړنو بخښنه غوښتې.

د سويلي افريقا پر وړاندې هغه مهال چې پاکستان لوبډله له ماتې سره مخ وه او د سويلي افريقا تور پوستي لوبغاړ «اينډايل فيلوک وايو» مهمه لوبه ترسره کوله، د پاکستان لوبډلې مشر خپل احساسات کنترول نشو کړای او د نوموړي په اړه يې بدې جملې وکارولې. دغه جملې چې د نسل پرستۍ او تعصب په اړه وې، د ويکټو شاته ميک ثبت کړې، چې پر ټولنيزو رسنيو د کرېکټ مينوالو، سياسينو او د پاکستان پخواني لوبغاړو لخوا توندې نېوکې وشوې او له نوموړي يې د بخښنې غوښتنه وکړه.

سرفراز احمد بالاخره اړ شو چې پر خپلو کړنو بخښنه وغواړي، نوموړي پر خپل ټويټر پاڼه پرلپسې درې ټويټه وکړل، او د خپلې خبرې په اړه يې څرنګوالی وښود، د نوموړي په وينا چې که څه هم په ماتې خوړلو مايوسه و خو په يادو خبرو يې هيڅ کوم لوبغاړی هدف نه دی ګرځولی. سرفراز احمد زياته کړې چې دا د لوبې پر مهال او له لوبې پرته د نورو لوبغاړو ډير قدر او احترام کوي، که چيرې ما غوښتل دغه تور پوستی لوبغاړی په نښه کړم ما به جملې په اردو ژبه نه کارولې، دا ځکه چې ترڅو پرې مخالف لوبغاړي پوه نشي. لوبډلمشر سرفراز احمد که څه هم د نورو پاکستاني لوبغاړو په پرتله ډير مهذب او مذهبي دی خو د لوبې پرمهال د غلطۍ په کولو پر خپلو لوبغاړو سخته غوصه کوي،

او هميشه تندی تروش اوسيږي، خو بيا يې هم د يادو خبرو په اړه که چا ته ترې کوم درد رسيدلی وي بخښنه غوښتې. بايد وويل شي چې د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا تر دې دمه د يادو خبرو په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودل شوی، خو د لوبې پر مهال د نسل پرستۍ، تعصب، ژبې، دين، رنګ او داسې نورو مسخريي الفاظ کارولو پر سر نړيواله شورا سخت قانون لري چې شونې ده پر لوبغاړي د هميشه لپاره بنديز هم ولګيږي. د پاکستان کرېکټ بورډ هم د يادې پېښې په اړه غبرګون ښودلی او زياته کړې يې ده چې د سرفراز په څېر لوبغاړي څخه يې دا تمه نه درلوده.

نوموړی لوبډلمشر دی او بايد د نورو لوبغاړو لپاره اسره شي. دوی زياته کړه چې د پاکستان کرېکټ بورډ ددې ډول پېښو سخت خلاف دی، او ډير ژر به له سرفراز احمد څخه ددې کړنې په اړه وضاحت وغواړي، تر څو نور لوبغاړي دداسې کړنو جرائت ونکړای شي