سرفراز احمد د جنوبي افریقا تور پوستی لوبغاړی مسخره کړ
هغه مهال چې یاد سویلي افریقايي لوبغاړي د پاکستان لوبډلې پر وړاندې په دواړو برخو کې (توپ اچونه او توپوهنه) کې مسوولانه لوبه ترسره کړه، چې دده کارکردګي د پاکستان لوبډلمشر هضم نشوه او نوموړي ته یې بدې خبرې وکړې.
دغه خبرې د ویکټو شاته میک ثبت کړي، هغه مهال سویلي افریقايي مبصر له پاکستاني مبصر رامیز راجه څخه د یادو خبرو په اړه وپوښتل خو رامیز راجه خبره په خندا بدله کړه او زیاته یې کړه چې مشکله ده یادې خبرې وژباړل شي.
تر دې دمه د کرېکټ نړیوالې شورا د یادو خبرو په اړه کومه پریکړه نه ده کړې او نه یې هم کوم غبرګون ښودلی دی، خو یاده شورا د نسل پرستۍ او تعصب په اړه سخت او توند دریځ لري چې شونې ده پر لوبغاړي د همیشه لپاره د لوبو بندیز ولګول شي، او یا د نسل پرستۍ او تعصب ستر مجرم وګڼل شي او سخت مجازات شي.
د سرفراز احمد جملې په اردو ژبه چې د یاد لوبغاړي په اړه یې کړي په لاندې ډول دي:
«ای تور پوستیه! ستا مور نن ورځ چیرته ناسته ده؟ د هغې څخه دې څه دعا اخیستې نن؟»
له بل پلوه پر ټولنیزو رسنیو د کرېکټ مینوالو لخوا د نوموړي پر کرېکټ کارکردګۍ او د یادې بد اخلاقۍ پر سر توندې نیوکې کړې دي، له کرېکټ نړیوالې شورا یې غوښتي چې سخت یې مجازات کړي او دا ډول یې د نوموړي د لوبډلمشرۍ څخه د کښينولو غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان لوبډلې پخوانی او د نړۍ چټک توپ اچونکي شعیب اختر د سرفراز احمد خبرې هم ستره بد اخلاقي بللې، او له سرفراز احمد څخه یې غوښتي تر څو د رسنیو پر وړاندې له نوموړي بخښنه وغواړي.
د یادونې وړ ده چې یاد تور پوستی چپ لاسی آلراونډر لوبغاړی «اینډایل فیلک وایو» د پاکستان پر وړاندې سیالۍ کې ۴ ویکټې واخیستې او دا ډول یې مسوولانه ۶۹ منډې جوړې کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او لوبډلې ته یې بریا ورکړه.
په دغه لوبه کې پاکستان لوبډلې د لسو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۳ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې سویلي افریقا لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ