لیګنه: ثناگل گلزار

د پاکستان او جنوبي افريقا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دويمه ټيسټ سيالۍ کې سويلي افريقا د ۹ ويکټو په ستر توپير بريا خپله کړه.
د پاکستان لوبډله د لومړۍ لوبې په څېر يو وار بيا د توپوهنې په برخه کې ناکام شوه چې له کبله يې ماتې وخوړه، جنوبي افريقا په پرلپسې دوه سياليو ګټلو د درې ټيسټ سياليو سيريز په ۲-۰ په خپل نوم کړ.
په ياده لوبه کې لړمړی توپوهنه پاکستان لوبډلې وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو يې يوازې ۱۷۷ منډې جوړې کړې.
ددوی لخوا شان مسعود ۴۴ او سرفراز احمد ۵۶ منډې جړړې کړې، په بدل کې ډيل سټين ۳ او اولايفر ۴ لوبغاړي وسوځول.

د جنوبي افريقا لوبډلې د ايډن مارکرم او فاف ډوپليسي په مرسته ۴۳۱ منډې جوړې کړې او پر پاکستان يې ۲۵۴ منډې وړاندې والی وموند، ايډن مارکرم ۷۸، فاف ډوپليسي ۱۰۳ او ټينډې بووما ۷۵ منډې جوړې کړې، د پاکستان لخوا محمد عامر او شاهين افريدي ۴-۴ ويکټې واخيستې.
د هدف ټاکلو لپاره پاکستان لوبډلې پېل وکړ چې د اسد شفيق او بابر اعظم په زړه پورې توپوهنې هم سويلي افريقا ته يوازې د ۴۴ منډو هډف وټاکه، دوی ټولې ۲۹۴ منډې جوړې کړې، اسد شفيق ۸۸ او بابر اعظم ۷۲ منډې جوړې کړې وې، کاګيسو رباډا او ډيل سټين ۴-۴ لوبغاړي وسوځول.
ياده دې وي چې په لومړۍ ټيسټ سيالۍ کې هم جنوبي افريقا پاکستان ته د ۶ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه، ددوی ترمنځ دريمه ټيسټ سيالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ پېليږي.