د هند به احمد اباد ښار کې د کرکټ لپاره د نړۍ تر ټول ستر لوبغالی جوړیږي

عبدالله عادل

په پام کې ده چې د هند د ګجرات ایالت په (احمداباد) کې یاد لوبغالی په ۶۳ هکټاره ځمکه کې د ۷۰۰ کروړو هندي روپیو په لګښت جوړیږي .

دا مهال ددغه لوبغالي د جوړولو چاري په چټکۍ سره رواني دي. یاد جوړېدونکی لوبغالی د سل زرو څخه د زیاتو کسانو د ځایولو ظرفیت لري.

د یاد لوبغالي د پارکینګ ساحه به د ۳۰۰۰ موټرونو او ۱۰۰۰۰ موټرسايکلونه د ځایولو ظرفیت هم ولري.

همدارنګه یاد لوبغالی به د تمرین کولو لپاره ۳ لوبغالي او یوه سرپټې یا اینډور اکاډمي ولري.

داسي ویل کیږي چې دغه لوبغالی به د اسټرالیا له میلبورن MCG څخه هم ستر و اوسي.