برينډن مککلم وایي: مجيب ځدراڼ ډير خاموش هلک دی، خو هغه يو بهترين لوبغاړی دی

دعوت خان
زه په دې لټه کي يم چي دده دهغي زړورتيا لامل پيدا کړم، کوم چي نوموړی پدې کم عمر کي د ۲ مياشتو لپاره د خپل هيواد څخه ليري په يو بهرني چاپيريال کي اوسيږي.

کومه وړتيا چي مجيب يې لري، هرکله يې ښکاره کړېده، دی زموږ د لوبډلي مهم غړی دی او کله چي نوموړی غوره کارګردګي ښيي؛ نو خورا خوند ترې اخلي.

مککلم زیاتوي: کله چي مجيب توپ اچوونه کوي ډيرو خبرو ته اړتيا نلري ځکه ټول دده په اړه غږيږي!