مجيب ځدراڼ د راشدخان شا نيولې؛ ځکه خو يې يو ريکارډ ورمات کړ

سلو توپ اچونکي مجيب الرحمان د راشد خان ريکارډ مات کړ، راشد خان چې په کم عمر کې يې ١٠٠ لوبغاړي سوځولي و، اوس له هغه دغه ريکارډ مجيب الرحمان په خپل نوم کړ او کم عمره توپ اچونکى شو چې ١٠٠ ويکټې يې په شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړې.
مجيب الرحمان د ١٨ کالو او ٢٧١ ورځو په عمر کې په شل اوريزو لوبو کې د ١٠٠ ويکټو ريکارډ جوړ کړ، چې په دې کې نړيوالې او تجارتي لوبې ټولې شاملې دي، تر دې مخکې راشد خان دغه ريکارډ په خپل نوم لرلو چې هغه د ١٨ کالو او ٣٦٠ ورځو په عمر کې په شل اوريزو لوبو کې د ١٠٠ ويکټو ريکارډ جوړ کړى و. خو راشد خان په ٦٦ لوبو کې سل ويکټې اخيستې وې او مجيب الرحمان بيا په ٩٦ لوبو کې سل ويکټې پوره کړې.
اوس په کم عمره توپ اچونکو کې، چې سل ويکټې يې په شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړي دي، لومړى نوم د مجيب الرحمان او دويم د راشد خان دى، همدا راز د پاکستان شاداب خان د ٢٠ کالو او ١٤٨ ورځو په عمر کې سل ويکټې پوره کړي، د انګلستان ډېني بريګس د ٢٣ کالو او ٥٦ ورځو په عمر کې او د هند جسپريت بومرا د ٢٣ کالو او ٥٧ ورځو په عمر کې سل ويکټې اخيستي دي.