مجيب ځدراڼ يو ځل بيا د افغانانو سترګې پورته کړې

افغان تنکي ځوان مجیب الرحمن د خپل عمر په ۱۸ کلن پسرلي کې د وېکټو اخېستلو سلیزه ووهله او د راشدخان ریکارډ یې مات کړ.
مجیب الرحمن چې اوس یې ایله د ژوند اتلسم پسرلی دی، د کرکټ په نړۍ کې په کم عمر خورا ښه وځلېد او د نړۍ په کچه یې شهرت وموند.
هغه تازه په ټولو شل اوریزو لوبو کې د یو کم عمره لوبغاړي په توګه سل وېکټې پوره کړې او د راشدخان د کم عمر پرمهال یې د وېکټو اخېستلو ریکارډ مات کړ. مجیب الرحمن ۱۸ کاله او ۲۷۱ و رځو عمر پرمهال په ټولو سوداګریزو او نړیوالو شل اوریزو لوبو کې سل وېکټې پوره کړې، چې راشدخان بیا په ۱۸ کاله او ۳۶۰ ورځو عمر پر مهال سل وېکټې پوره کړې وې.
مجیب الرحمن په دې ډول د راشدخان ریکارډ مات کړ او د یو ځوان لوبغاړي په توګه یې د سل وېکټو اخېستلو ریکارډ جوړ کړ.
مجیب الرحمن اوسمهال د بنګله دېش په سوداګریز کرکټ لیګ کې لوبېږي، د کومېلا لوبډلې لپاره یې ۸ وېکټې اخېستې دي. آې پي ایل کې یې ۱۷ وېکټې ثبت کړي، شل وېکټې یې د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبوکې، د دې سربېره یې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ او د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې هم وېکټې ترلاسه کړي دي