د منچسټر یونایټیډ مرکزي لوبغاړي وړتیا د ستایلو ده، نور هم شته

محمود خان منندوی

د غوره لیګ په 2019 کال کې د منچسټر یونایټیډ د ځوان مرکزي لوبغاړي جیسي لینګارډ عجیبه کارنامه:

 0 ګول

 0 د ګول پاس

ڼوموړی اووه ویشت کاله عمر لري او د ښو وړتیاوو څښتن لوبغاړی دی.

د ارجنټاین د سټوډیانټس کلب رئیس خوان سباسټین ورون اعلان کړه، چې د دې کلب سره د خاویر ماسکرانو د یو ځای کېدو وروسته اوس غواړي انډریس انیسټا هم د دې کلب سره یو ځای کړي.

 رسمي: د رینس ځوان مرکزي لوبغاړی اډوارډو کاماوینګا د فرانس فوټبال مجلې له نظره د فرانسې د 2019 کال د غوره الهام لرونکې لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

 ډيلي ټلګراف: مورینیو غواړي د اریک ډایر سره قرارداد وغځوي. هغه دا فصل په ټاټنهام کې یوازي 13 لوبو کې لوبیدلی دی.

 د ډورټمنډ کلب ته نږدې سرچینو خبر ورکړی دی، چې په احتمالي توګه به د دې کلب ځوان مرکزي لوبغاړی جولین وایګل په ژمنیو نقل او انتقالاتو کې د دې کلب څخه جلا سي. هغه اوس د بنفیکا سره خبري پیل کړي دي او که اینټر میلان د ارټورو ویډال په رانیولو کې ناکامه سي، نو په نورو انتخابونو کې دی لري.