منچسټر یونایټیډ 4-1 نیو کاسل یونایټیډ ته ماته ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

په غوره لیګ کې د منچسټر یونایټیډ لپاره مارسیال (2)، ګرینووډ او راشفورډ ګولونه ولګول. د نیو کاسل یونایټیډ ګول بیا لانګ سټف ولګاوه

د اټلانټا ارجنټایني لوبغاړي پاپو ګومز د برګامو ښار د ښاروال له خوا څخه د دې ښار د افتخاري ښاري جایزه ترلاسه کړه. تېر کال د اټلانټا روزونکي ګاسپریني دا جایزه ترلاسه کړې وه.

په اخیره یوه لسیزه کې د ګول ساتوونکو څخه بغیر د اروپا په 5 معتبره لیګونو کې د ناپولي لوبغاړی کایخون د 380 ممکنه لوبو څخه په 351 لوبو کې لوبیدلی دی، چې تر بل هر لوبغاړي مخته دی.

 هغه په دغه موده کې د اسپانیول، ریال ماډریډ او ناپولي لپاره په لالیګا او سیر ای کې لوبیدلی دی. کایخون د دې تر څنګ یوه لوبه د اسپانیول ، 21 لوبي د ریال ماډریډ او 7 لوبې د ناپولي سره په لالیګا او سیر ای کې له لاسه ورکړي دي. په دغه 351 لوبو کې هغه 76 ګولونه لګولي دي او 72 یي د ګول پاسونه کړي دي.

میسي د ګول سایټ سره په وروستۍ مرکه کې وویل د لالیګا د تاریخ غوره ګول وهونکی کېدل، زما تر ټولو ښایسته لاسته راوړنه ده. میسي په لالیګا کې غوره ګول وهلی، ځکه خو لالیګا ستایلی هم دی. میسي زیاته کړه: د ازادو ضربو په وهلو کې اوس ځکه ښه شوی یم، چي تمریناتو کي ډېري ازادي ضربې ګول کوم. لیونل میسي د نړۍ په کچه نامتو فوټبالر دی چې په کور دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال او ددې سیالۍ کتونکي لري.

ټلګراف په یوه خبر کې ویلي دي، چي لیورپول کولاي شي یوازې په یوې لوبه کي خپل په هغه لباس کي په غوره لیګ کي ولوبیږي، چي د نړۍ والو کلبونو لوګو باندې شته.

 دغه لوبه د ولورهمپټن سره راتلونکې یکشنبه په انفیلډ لوبغالي کې ده.