منچسټر سیټي نارټ اینډ ته 0-3 ماته ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

د انګلستان د اتحادیې په جام کې پریسټون نارټ اینډ ته 3-0 ماته ورکړه او بل پړاو ته یي لاره پیدا کړه.

ګابریل جیسوس، رحیم سټرلینګ او لیډسون ( د بریسټون لوبغاړی) د منچسټر سیټي له پاره پاره ګولونه ولګول.

یوونټوس په سیر اې کې 2-1 بریشیا ته ماته ورکړه.

د یوونټوس ګول وهوونکي: میر الم پیانیچ او جان ( د بریشیا لوبغاړی)
د بریشیا ګول وهوونکی: الفرډو

ټاټنهام د انګلستان په اتحادیې جام کې د کلچسټر یونایټیډ څخه په پینالټیو کي 4-3 ماته وخوړه او اوټ شو.

د کاټلونیا راډیو خبر ورکړی، تر هغه وروسته چې میسي د ویاریال پر وړاندې پرون شپه زخمي شو، د بارسلونا راتلونکي دوې لوبې ( خټافي او اینټر میلان) به له لاسه ورکړي.

سکای سپورټ:

په داسې حال کې چې ویل کېږي، د نایک کمپنۍ او د لیورپول کلب د یوه تجارتي قرارداد پر سر توافق ته رسیدلي دي، د لیورپول اوسنۍ سپانسره وونکې کمپنۍ نیو بالانس د لیورپول له لوري د قرارداد تر پښو لاندې کولو په خاطر غواړي د لندن لويې محکمې ته شکایت وکړي.

کرکټ: افغان پیاوړی لوبغاړی مجیب الرحمان د ICC د بالرانو په تازه درجه بندۍ کې 29 درجې مخته شوی دی او نهم مقام ته یي ځان رسولی دی.

د اروپا د ملتونو د لیګ د نوې دورې ډلبندي مشخص شوه. پچن اچونه یی د 2020م کال د مارچ پر درېیمه نېټه کېږي او د لومړۍ اوونۍ لوبې یې د سپټمبر پر درېیمه نېټه کېږي.

د Le10sport د خبر پر اساس، د پاریس سېنټ جرمن مسؤلینو د نیمار د استازو سره د قرارداد د غځولو په اړه خبري پیل کړي دي.

رسمي:

د منچسټر یونایټیډ کلب اعلان کړه، د 2018 کال د جون میاشتې څخه د 2019 کال تر جون میاشتي پورې یي 627.1 میلیونه یورو خالص عاید لرلي دي او د تېرو 12 میاشتو په نسبت یې په سلو کې یي 6.3 فیصده رُشد کړی دی. منچسټر یونایټیډ اوسمهال تر ریال ماډریډ وروسته د نړۍ په سطحه د فوټبال دوهم کلب دی، چې ډېر سود کوي.